اسلام آباد 16مارچ(اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې م??يم او??نګ??ېب وئېلي دي عمران خان د پاكستان تشخص له مينځه وړل غواړي٬د هغه د ګرفتارۍ سره د حكومت هېڅ تعلق نشته٬نه د هغه ګرفتاري په ټاكنو كښې د تاخير سره كوم تعلق لري ۔نړيوالې خپرونې ادارې”سكائي نيوز”سره په خبرو كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې م??يم او??نګ??ېب ووئيل عمران خان قانون سره د مرستې كولو په ځاے پرله پ??ې قانون شكني كوي٬پوليس يوازې په عدالتي احكامات عملدرآمد كوي٬په هغه د كرپشن مقدمې دي او هغه د ګرفتارۍ نه پ?? عدالت ته وړاندې كول دي۔دې ووئيل پوليس سره كوم ډول وسله نشته٬پوليس په عدالتي احكامات عملدرآمد كولو لپاره په ز??ان پارك كښې موجود دے چرته چې په پوليس د بمونو مسلسل بريدونه كېږي۔تر دې مهال د لاهور ډي آئي چي آپرېشنز پشمول 65 پوليس اهلكار ژوبل شوي۔دې ووئيل د عدالت لخوا په جاري وارنټ ګرفتارۍ پوليس د وسلې نه بغېر عمران ګرفتارولو لپاره په ز??ان پارك كښې موجود دے ٬عمران خان له د ذمه وارۍ څخه كار اخستل پكار دي۔دې ووئيل عمران خان پرله پ??ې دروغ وائي٬عمران خان وائي چې م??ته امنيتي خطره ده خو دا مهال وائي چې سياسي جلسې كولو لپاره چمتو هم يم٬ دې ووئېل كله چې عدالت هغه ته په مقدمو كښې د وړاندې كېدو وائي نو عمران خان د امنيت خطرې بهانه جوړوي۔دې ووئيل عمران خان په پ??كستان كښې خانه جنګي٬سول وار او اړے ګړے غواړي٬هغه خلق د تشدد لپاره راپاروي٬پوليس چې كله د عمران خان نيولو لپاره راځي نو هه مېرمنې او ماشو??ان د پوليس په وړاندې اودروي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې م??يم او??نګ??ېب ووئيل د پاكستان د موجوده خراب معاشي صورتحال ذمه وار عمران خان دے٬عمران خان هېواد د ډيفالټ ته رسولے ٬عمران خان مارچ 2022كښې د خپل لاس ليك كړي د آئي اېم اېف پروګرام خلاف ورزي كړې۔دې ووئيل د عمران خان وارنټ ګرفتاري د هغه په ضد د كرپشن مقدمو كښې جاري شوې٬عمران خان په خپل څلور كلونه اقتدار كښې په خپلو سياسي مخالفينو بې بنسټه مقدمې جوړې كړي٬هغوي يې په زندانونو كښې اچولي٬كله چې هغه وزيراعظم ؤ نو د خپلو سياسي مخالفينو وارنټ ګرفتاري به يې پخپله جاري كوله
عمران خان د پاكستان تشخص له مينځه وړل غواړي٬د هغه د ګرفتارۍ سره د حكومت هېڅ تعلق نشته٬پوليس په عدالتي احكامات عملدرآمد كوي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د نړيوالې خپرونې ادارې”سكائي نيوز”سره خبرې
Arctic Capture APP game platform website
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ویب سائٹ