اسلام آباد۔8فروری(اے پی پی) د پارليمان شريكې غونډې د مقبوضه جموں وكشمير اولس سره د بشپړه يو والي څرګندونه كولو س??ه وئيلي دي چې د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړې شويو جموں وكشمير كښې د ماورائے عدالت وژنو ٬ د املاكو تباهۍ او تشدد په شمول د بشري حقونو پرله پسې سنګينو خلاف ورزيو س??ته غندنه كوؤ او غوښتنه كوؤ چې هند دې د 5 اګست 2019 خپل غېر آئيني او يو اړخيزه ګامونه بېرته اخستو س??ه دې څخه وروستو خپل ټول اقدامات كالعدم وګرځوي او كشميري اولس ته دې د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د هغوي د هيلو له مخې د خپلواكۍ حق وركړي۔ د شورؤ په ورځ د پارليمنټ په شريكه غونډه كښې د پارليماني چارو وفاقي وزير مرتضیٰ جاوېد عباسی د 5 فروری كشمير سره د يو والي ورځې مناسبت سره قرار??اد وړاندې كولو س??ه ووئيل دا يوان پرېكړه كوي چې د جموں و کشمیر شخړه د ملګرو ملتونو په ايجنډا تر ټولو پخوانۍ له حل طلب نړيوالو شخړو څخه يوه ده۔ كال 1948 څخه ت?? دې دمه د مقبوضه جموں وكشمير په اړه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل يو شمېر قراردادونه نظر كښې نيولو س??ه پاكستان د كشمير مسئلې د مضبوط اخلاقي ٬ سفارتي او سياسي ملاتړ پخلے كوي۔ د كشمير مېړني اولس حوصلې او قربانيو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوي٬ د 5 اګست 2019ء يو اړخيزه او غېر قانوني كارروايۍ مسترد كوي ، او غېر كشميري وګړو ته د ډوميسائل سرټيفېكېټ په جاري كولو ٬ په ووټر لسټونو كښې د عارضي اوسېدونكو په اضافه كولو س??ته اندېښنه ښكاره كوي۔ دا ايوان په دې خبره زور راوړي چې د غېر ملكي قبضې لاندې كوم هم سياسي عمل د خپلواكۍ حق كارولو متبادل نه شي كېدې۔ د 9 لكه نه د زياتو هندي عسكرو په موجودګۍ سخته اندېښنه ښكاره كوي۔ دا ايوان د كشميري سياسي لارښودو او كاركنانو په غېر قانوني حراست او بنديوان كېدو س??ته اندېښنه ښكاره كوي۔ د ايوان په هند زور راوړي چې هغه د بشري حقونو خلاف ورزيو په آزادۍ سره د پلټنيو كولو اجازه وركړي۔ دا ايوان غوښتنه كوي چې هند دې د 5 اګست 2019 خپل غېر آئيني او يو اړخيزه ګامونه بېرته اخستو س??ه دې څخه وروستو خپل ټول اقدامات كالعدم وګرځوي او كشميري اولس ته دې د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د هغوي د هيلو له مخې د استصواب رايې د لارې د خپلواكۍ حق وركړي۔ پارليمان په متفقه توګه د قرار??اد منظوري وركړه
د پارليمان په شريكه غونډه كښې د مقبوضه جموں وكشمير اولس سره د يو والي څرګندونه ٬ د بشري حقونو د پرله پسې خلاف ورزيو سخته غندنه
Red Line Sprint APP Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : سلور لائونیس 4x ضرب