ملګري ملتونه ۔13جنوری(اے پی پی) پاکستان د پرمختګ كوؤنكو هېوادونو تنظيم جی ۔77 او چین چیئرمېن شپ په باضابطه توګه كيوبا ته سپارلې۔ د 134 كسيزه ګروپ چيئرمېن شپ منتقلۍ دستوره په ټرسټي شپ كونسل كښې وشوه۔ دستورې ته د پاكستان خارجه وزير بلاول بھټو زرداري وډيو خطاب وكړو۔ ده ووئيل د ګروپ چيئرمېن شپ د كيوبا خپل همڅنګ او خپل ملګري برونو روډرېګوئيز پارلا ته په منتقل كولو وياړ محسوسوم۔ ده ووئيل د پاكستان په مشرتابه كښې پرمختګ كوؤنكو هېوادونو ته په پېښو چېلنجونو د قابو موندلو اجتماعي عزم او په يووالي د اډانه هڅو مثبت نتيجې رامخې ته كېږي۔ د خارجه وزير له خطاب څخه وروستو په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي مېنر اكرم د ګروپ “ګرېول” د كيوبا خارجه وزير ته وسپارلو۔ د ګروپ نوي چيئرمېن په خپل خطاب كښې د تېر كال 2022 په مهال په غوره مشرتابه كولو د پاكستان د هڅو ستائنه وكړه۔ پاكستان د دې ګروپ په مؤسس غړو كښې شامل دې او د دې ګروپ چيئرمېن شپ ذمه وارۍ يۍ د تېر كال جنورۍ مياشتې به 14 مه نېټه ترل??سه كړې وې۔ د پاكستان د چيئرمېن شپ په موده كښې ګروپ د ملګرو ملتونو په ايجنډا كښې پرمختګ ته مركزي اهميت وركړو او پرمختګ كوؤنكو هېوادونو ته د كووډ – 19 نړيوالې وب?? ٬ ?? ماحولياتي بدلونونو مخ په زياتېدونكو منفي اغېز ٬ اقتصادي عدم توازن ٬ د قرضو بحران ٬ ګرانۍ ٬ د خوراكي موادو عدم تحفظ او شخړو په څير پیښو نورو چېلنجونو مخنيوي كښې يۍ مهم كردار ترسره كړو۔ په خپل خطاب كښی خارجه وزير ووئ??ل پاكستان دې څخه وړاندې د دې ګروپ درې وارې مشري كړې ده۔ ده ووئيل د پاكستان په مشرۍ كښې ګروپ د پورته ذكر كړې شويو چېلنجونو مخنيوي لپاره يو شمېر لوظنامو كولو او منظم غبرګون ته حتمي شكل وركولو كښې كاميابي ترل??سه كړه۔ په دې كښې په فنانسنګ فار ډویلپمنټ فورم كښې د تلپاتي پرمختګ هدفونو ترل??سه كولو لوظنامه ، هائی لېول پولیټکل فورم كښی د پرمختيائي هدفونو ترل??سه كولو په تګلاره مباحثه ٬ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په 77 مه غونډه كښې په لويو اقتصادي ٬ پرمختيائي او ماحولياتي چارو موافقه ٬ په کوپ۔27 كښې د لاس اېنډ ډېمېج فنډ جوړولو تاريخي پرېكړه او تېره مياشت د ګروپ په وزارتي كنفرنس كښې د غذائی ، ایندھن او مالیاتی بحرانونو اغېزې كمولو له فوري او ډھانچه جاتي اقداماتو سره په اړوند يو دريځ له موافقه ترل??سه كول په خاص توګه د ذكر وړ دي چې ورسره د تلپاتې پرمختيائي اهداف 2030 او ماحولياتي تحفظ لپاره په پېرس لوظنامه پېشرفت كښې مرسته ترل??سه شوې ده۔ دا اقدامات د دې خبرې ثبوت دې چې يو والي او اجتماعي هڅو سره مونږ پرمختګ او سوكالۍ ته په پېښو چېلنجونو قابو موندلو له مطلوبه پرېكړې كولې شؤ۔ ده ووئيل د دې مقصدونو ترل??سه كولو له به د ګروپ غړو له د يو والي څرګندونه كول وي دغسې چې په تلپاتې پرمختيائي هدفونو د روان كال په مهال كېدونكې د مشرانو غونډه او كوپ – 28 كښې نورې كاميابۍ ترل??سه شي۔ په دې لړ كښې د ګروپ مالي ستونزو سره د مخ 60 هېوادونو په قرضونو كښې ريليف او ري سټركچرنګ ٬ لوږې سره مخ 25 کروړ وګړو لپاره د خوراك برابرول او د ماحولياتي بدلونونو ښكار هېوادونو مرسته او د قدرتي آفتونو څخه وروستو د بيا رغونې او بحالۍ په چارو كښې لاس امداد كول په خاص توګه د ذكر وړ ده۔ په موجوده حالاتو كښې د دې ضرورت لا سوا شوې دې ولې چې د مركزي بېنكونو لخوا د سود شرح مخ په زياتېدو ده۔ ده د دې باور څرګندونه وكړه چې د ګروپ ۔77 غړي هېوادنه به د پورته ذكر كړې شويو چېلنجونو كاميابۍ سره مخنيوې كولو سره يو زيات مساوي او په انصاف اډانه نړيوال اقتصادي نظام ته وده وركولو كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ ده ووئيل زمونږ يو والې زمونږ د ټولو تر ټولو لويه اثاثه ده او د كوپ – 27 په مهال د دې په زړه پورې ډول څرګندونه وشوه۔ ده هيله ولرله چې د كيوبا په مشرۍ كښې به ګروپ په پیښو چېلنجونو مړانې سره قابو موندلو كښې كامياب شي چې ورسره به د پائیدار پرمختګ او ماحولياتي بدلونونو اغېز كمولو هدفونو په ترل??سه كولو كښې مرسته ترل??سه شي۔ ده ووئ??ل پاكستان به د ګروپ د يو غړي په حېث د دې مقصدونو په ترل??سه كولو كښې خپل بشپړه كردار روان ساتي
پاكستان د جي – 77 او چين چيئرمين شپ كيوبا ته وسپارلو ٬ بلاول بھټو زرداري خپل خطاب كښې د پاكستان په مشرۍ كښې په ترلاسه شويو كاميابو رڼا واچوله
Bit Gold Rush APP Download
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا ٹکٹ کیسے خریدیں