اسلام آباد 31 اکتوبر (اے پي پي) د منص??به بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې د وزيراعظم شهباز شريف د چين دوره به دوه اړخيزه تجارتي اړيكې نوې لوړې كچې ته ورسوي٬ دواړه هېوادونه به د اربونو ډالرو يو شمېر منصوبې لاسليك كړي۔ د ګل په ورځ خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې ده وو??يل د وزيراعظم د چين دورې سره به د پاكستان كلن درآمداتو كښې سل بليونه ډالرو او د دې لا مخ په وړاندې بوتللو لپاره په روډ مېپ جوړولو كښې مرسته وشي۔ ده وو??يل د دورې په مه??ل به د پاكستان او چين ترمېنځه يوه لوظنامه لاسليك كېږي چې وسره به د موسم پحقله تكنيكي تجربه ترلاسه كړې ش??٬ ده وو??يل په 27م اكتوبر د جے سي سي غونډه په عملي توګه شوې چې پكښې د سي پېك د منصوبو جاج اخستې ش??ې او دواړه ډلې د منصوبو دائره پراخه كولو او د سي پېك له مخې په منصوبو په بيړه كار كولو ته سلا شوې٬ په دې خبره هم سلا راغلې چې حتمي لوظنامه به د وزيراعظم شهباز شريف د چين دورې په مه??ل لاسليك كېږي۔ احسن اقبال وو??يل چې تر ټولو اهمه منص??به د رېلوے اېم اېل ون ده ځكه چې اوسنې نظام زوړ شوې دې دې لپاره دا منص??به به په هنګامي توګه پېل كولې ش??۔ ده وو??يل د دورې په مه??ل به د كراچۍ حېدرآباد موټروے يو نوي روډ پراجېكټ هم لاسليك كېږ?? او د دورې نه پس به د كراچۍ او حېدرآباد ترمېنځه په نوې موټروے كار پېل كړې ش??٬ دغسې د کراچۍ په کے سي آر پراجيکټ به هم د دورې په مه??ل لاسليك كېږي ۔ ده وو??يل د سي پېك له مخې د ډيره اسماعيل خان نه تر ژوب روډ پراجيکټ او د ميرپور مظفرآباد مانسهره په روډ پراجيکټ هم د لاسليك امكان دې٬ بابو سر ټنل پراجېكټ هم په سي پېك كښې شامل كړے شوے دے۔ ده وو??يل دواړه هېوادونه به په اسلام آباد كښې د نيشنل فرانزک ليبارټرۍ جوړولو په منص??به هم لاسليك كوي دغسې چې جديد ټېكنالوجي كارولو سره د ترهګرۍ او انتها خوښۍ لاره نيولو لپاره د امنيتي ادارو مرسته وكړې ش??۔
د وزيراعظم د چين دوره به دوه اړخيزه تجارتي اړيكې نوې لوړې كچې ته ورسوي٬ دواړه هېوادونه به د اربونو ډالرو يو شمېر منصوبې لاسليك كړي۔ د وفاقي وزير احسن اقبال خبري كنفرنس
Free bets on blackjack online games
مضمون کا ماخذ : نقدی پھٹنا