اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د موسمياتي بدلون او نړيوالې تودوخې په وجه د ګلېشيئرز د وېلې كېدو رفتار زيات شوے، په ګلګت بلتستان كښې د سېلګرې او معدنيات په څانګو كښې د پرمختګ پراخه موقعې موجود دي. ده دا خبرې د نهې په ورځ په ايوان صدر كښې د ګلګت بلتستان ګورنر سيد مهدي شاه ??ره د ملاقات په مهال وكړې. په ملاق??ت كښې د هېواد په مجموعي صو??تحال او په ګلګت بلتستان كښې د سېلاب په صو??تحال خبرې وشوې. په دې موقع په بلتستان پوهنتون كښې د وائس چانسلر په مستقل ټاكنه هم خبرې وشوې. صدر ووئيل پوهنتون د ګلګت بلتستان خلقو ته د لوړو زده كړو په وركړه كښې مهم كردار تر??ره كوي، په تر??يحي بنيادونو د پوهنتون د مسئلو حل كولو ضرورت دے. ده ووئيل سېلاب د هېواد ټولې برخې ځپلې دي، د موسمياتي بدلون او نړيوالې تودوخې په وجه د ګلېشيئرز د وېلې كېدو رفتار زيات شوے، د ګلګت بلتستان منطقه د موسمياتي بدلونونو په وجه په خاص توګه ځپلې شوې. ده ووئيل په ګلګت بلتستان كښې د سېلګرې او معدنيات په څانګو كښې د پرمختګ پراخه موقعې موجود دي.
صدر ډاكټر عارف علوي سره د ګلګت بلتستان ګورنر سيد مهدي شاه ملاقات
Swint login website
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا سانتا کیٹرینا