پتن 31 اګست (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي د سېلاب او باران په نتيجه كښ?? د ځپلې شوي وروستي كور او وګړي تر آبادولو به په قلاره نه كېښنو٬په سپيځلې ډول به د مرستې وېش او رسنه باوري كوو٬د ټولې نړۍ څخه د ځپليو په مرسته كولو د دوي مننه كوو٬لوي څښتن سره لوظ كوو چې مونږ ټول به په ګډه باوري كوو چې كوم حقدار د مرستې نه پاتې نه شي٬وفاقي حكومت به د حق رسېدليو كسانو كورنيو ته لس لكه روپۍ وركوي٬په دې سخت وخت كښ?? ټولو ځپليو سره ولاړ يو۔د شورو په ورځ وزيراعظم شهباز شريف د سېلاب او باران ځپلې كوز كوهستان دوره وكړه چرته چې ده سېلاب ځپليو سره ملاقات هم وكړو۔د هزاره ډويژن كمشنر او ډپټي كمشنر وزيراعظم ته د مرستې چارو په اړه بريفنګ وركړو۔دوي ووئيل په سيمه كښ?? 18 كسان په حق رسېدلي٬د ځپليو لپاره كېپمونه جوړ كړې شوي٬وزيراعظم په دې موقع ځپليو ته په خپله وېنا كښ?? ووئيل مونږ په سېلاب كښ?? د حق رسېدليو كسانو كورنيو سره غمرازي كولو لپاره حاضر شوي يو۔په كالام٬سوات٬بحرين او كوهستان كښ?? د سېلاب په نتيجه كښ?? لويې زيان شوے٬دلته ګير سېلګري د وسله والو ځواكونو د چورلكو د لارې محفوظو ځايونو ته رسولې شي۔ ده ووئېل وفاقي حكومت په دې سخت وخت كښ?? ځپليو سره ولاړ دے٬تر څو چې دوي په خپلو كورونو كښ?? نوې وي اباد شوي مونږ به په قلاره نه كېښنو٬صوبائي حكومتونه٬اېن ډي اېم اے٬پي ډي اېم اے او انتظاميه د ځپليو مرستې لپاره موجود دي ۔ ده ووئېل په سېلاب او باران كښ?? چې د چا كور ته هم زيان رسېدلے وي هغوي ته ېه د كور په سر 25 زره روپۍ وركولې شي۔د حق رسېدليو كسانو كورنيو ته د وفاق ??خو?? لس لكه روپۍ وركولې شي۔وزيراعظم ووئيل په سندھ كښ?? سېلاب زيات زيان كړے ٬د دې نه علاوه په بلوچستان٬سوئېلي پنجاب٬خېبرپښتونخوا٬ګلګت بلتستان او آزاد كشمير پش??ول چې چرته هم سېلاب زيان كړے هلته به موجود وسيلې په دوي لګولې شي۔د دوست هېوادونو ??خو?? مرسته ترلاسه كېږي٬د دوي مننه كوو سعودي متحده عرب امارات٬قطر٬ايران او د تركيې پش??ول نور وروڼه هېوادونه زمونږ مرسته كوي٬امريكې او برتانيې هم د مرستې اعلان كړے ?? ده ووئېل ملګرو ملتونو د 160 ملين ډالرو فليش اپيل كړے۔ده د خېبرپښتونخوا لپاره د لس اربه روپو اعلان وكړو كوم به چې اېن ډي اېم اے او صوبائي انتظاميه په ګډه په سپيځلې ډول وېشي۔په دې موقع د وزيراعظم صلاحكار انجينئر امير مقام٬د قامي اسمبلۍ ډپټي سپيكر زاهد اكرم دراني او د پاكستان پيپلز پارټي لارښود نجم الدين خان هم د وزيراعظم سره ملګري وو۔
د سېلاب او باران ځپلي وروستي كور او وګړي تر آبادولو به په قلاره نه كېښنو٬په سپيځلې ډول به د مرستې وېش او رسنه باوري كوو۔وزيراعظم محمد شهباز شريف
Speed automatic roulette integrity platform
مضمون کا ماخذ : ٹربو چارج