اسلام آباد 15 اكتوبر (اے پي پي) صدر م??لكت آصف علي زرداري سره د چين وزيراعظم لي چيانګ ليدلي دي ۔ د نهې په ورځ ايوان صدر كښې د ملاقات په مهال په معيشت، سرمايه كارۍ او د سيمه ايزو روابطو په مهمو څانګو كښې دوه اړخيزه ستراتيژكي مرستې لا زياتولو له د عزم پخلي كولو سره صدر م??لكت ووئيل دواړه هېوادونه به په س?? پېك منصوبو عملدرامد ګړندے كوي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په دې موقع صدر م??لكت ووئيل چين سره دوستي د پاكستان د خارجه پاليسۍ مهمه برخه ده۔ ده د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مرستې د نوې لارو لټولو په اهميت زور ??واړلو سره ووئيل پاك۔چين اړيكو ته پراختيا وركولو كښې لا ګنجائش شته۔ صدر م??لكت د تجارتي او اولسي روابطو قوي كولو لپاره د ټولو موسمونو د لارې د روابط زياتولو په ضرورت زور ??واړلو سره ووئيل د چين كمپنيو له پاكستان سټاك ايكسچينج كښې سرمايه كارۍ سره پاكستان كښې د شته موقعو څخه ګټه پورته كول پكار دي۔ ده ووئيل س?? پېك او د ګوادر پورټ مرستې څخه د چين اقتصادي پرمختګ څخه د بشپړه استفادس وخت راغلے۔ صدر م??لكت ده ووئيل زه سږ كال په نومبر كښې د چين دورې اراده لرم، زه پخوانو دوستانو سره رابطې جوړولو او اړيكو مستحكم كولو لپاره خبرو ته منتظر يم۔ صدر م??لكت د ملاقات په مهال پخپل پخواني دور كښې د چين پخپلو دورو رڼا واچوله ٬ ده ووئيل پاكستان ته د شريك اهميت په مهمو مسئلو د چين غېر متزلزل ملاتړ ترلاسه ٶ۔ ده د ترهګرۍ په بريدونو كښې د چين د دوو وګړو په وژنه د غمرازۍ څرګندونه كولو سره ووئيل په دې ناوړه پېښه ټول قام دړدېدلے۔ صدر م??لكت ووئيل د پاك چين دوستۍ دښمنان د چين وګړي په نخښه كولو سره دوه اړخيزه اړيكو خرابولو او د س?? پېك منصوبې د متاثره كولو هڅې كوي ۔ صدر ووئيل دښمن به پخپلو ناوړه هڅو كښې كامياب نشي۔ دغسې صدر م??لكت تورنو ته مثالي سزا وركولو لپاره د پاكساتن د عزم څرګندونه هم وكړه۔
صدر مملكت سره د چين وزيراعظم لي چيانګ وليدل٬ پاك چين ستراتېژك مرسته لا زياتولو له اتفاق
Lucky Piggy Honest Entertainment Entrance
مضمون کا ماخذ : موبائل سے لاٹری کھیلیں