بيجنګ 31 مئي (اے پي پي) د چين خارجه وزارت وئيلي دي چې مونږ د پاک??تا?? د وزيراعظم شهباز شريف د چين دورې ته سترګې په لاره يؤ او دا د ګډې پرمختګ ودې په تناظر كښې يوه موقع ګڼؤ۔ د چين د خارجه وزارت وياند ماؤ ننګ د جمعې په ورځ په بيجنګ كښې د بريفنګ په مهال ووئيل دا دوره به د چين او پاك??تا?? تلپاتې ستراتېجيكي همكارۍ ته وده وركړي او په نوي دور كښې به ګډ مقدر لرونكې نزدې كميونټي رامخې ته كړي۔ وياند ووئيل د چين صدر شي جن پنګ، وزيراعظم لي کيانګ او د نيشنل پيپلز کانګرېس (اېن پي سي) سټينډنګ کمېټۍ چيئرمېن ژاؤ ليجي به د پاك??تا?? وزيراعظم سره ملاقاتونه كوي۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو مشران به د دوه اړخيزه اړيكو او مشتركه تشويش په چارو تفصيلي خبرې كوي او د چين او پاك??تا?? اړيكو د سباٶن پرمختګ لپاره به په مشتركه توګه منصوبه بندي كوي۔ وزيراعظم شهباز شريف به د ګوانګ ډونږ او شانشي صوبو هم دوره كوي٬ د چين وياند ووئيل چې چين او پاك??تا?? ستراتېژك همكاران او مضبوط ورونړا دي٬ د چين او پاك??تا?? ملګرتيا لكه د كوه تائيشان مستحكمه او قوي ده۔ ده ووئيل چې په دې وروستيو كلونو كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د لوړې كچې نزدې تبادلې شوي او دوه اړخيزه عملي مرسته زياته شوې چې نتيجه ئې د چين پاك??تا?? اقتصادي لارې (سي پېك) په صورت كښې رامخې ته شوې٬ دواړو هېوادونو په نړيواله او سيمه ايزو چارو په زړه پورې رابطې او همكاري په ځائ ساتلې ده۔ د يادونې وړ ده چې وزيراعظم شهباز شريف د چين خپل همڅنګ لي کيانګ په بلنه د څلورم نه تر اتم جون د چين سركاري دوره كوي۔
د پاكستاني وزيراعظم د چين دورې ته سترګې په لار يؤ۔ د چين خارجه وزارت
एचबी इलेक्ट्रॉनिक ईमानदार मनोरंजन प्रवेश द्वार
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے نتائج