اسلام آباد 02اپرېل(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي چېلنجونه په موقعو بدلولو لپاره د غېر ملكي سرمايه كارۍ ودې ته پام لرنه كوو ٬وفاقي وزارتونو كښې به د سرمايه كارۍ پ?? اړه جدت او تحقيق لپاره خاص سيلز جوړولې شي٬ټول وزارتونو دې خليجي ه??وا??ونو سره په خپلو ??ړوندو مفاهمتي يادښتونو د پېشرفت په اړه دغې ه??وا??ونو سره روابطو كښې لا ښه والي راولي٬ د مظفر ګړھ٬ ليه او جهنګ شمسي توان پروژو كښې د سرمايه كارۍ پ?? اړه دې ټولې تقاضې پوره كړې شي٬د ريكوډك نه تر ګوادر بندر ګاه د رېلوے كن??كټ??ټي لپاره دې فزيبلټي سټډي وكړې شي٬د تهركول تر پاور پلانټس رسنې لپاره دې رېلوے په لائن كار پېل كړے شي۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د بهرنۍ سرمايه كارۍ پ?? اړه مهمه جائزه غونډه وشوه۔په غونډه كښې سرمايه كارۍ سهولت كونسل له مخې خليجي ه??وا??ونو سره د لوظ نامو او مفاهمتي يادښتونو د پېشرفت جاج واغستلے شو ۔غونډه كښې ګډون كوونكو سره په خبرو كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل چېلنجونه په موقعو بدلولو لپاره د غېر ملكي سرمايه كارۍ وده وړومبۍ ترجيح ده۔ده ووئيل سرمايه كارو ته به هر ممكنه آسانۍ وركولې شي۔ده ووئيل وفاقي وزارتونو كښې به د سرمايه كارۍ پ?? اړه جدت او تحقيق لپاره خاص سيلز جوړولې شي۔وزيراعظم ووئيل د خاص سرمايه كارۍ سهولت كونسل جوړولو څخه د سرماي كارو اعتماد بحالۍ له مرسته ترلاسه شوې۔وزيراعظم هدايت وكړو چې داسې پروژې كومې چې د سرمايه كار راغب كولو ??ستعداد لري د هغې فزيبلټي سټډي دې وكړې شي او په دې اړه دې د نړيوال شهر?? وړ پوهانو خذمات ترلاسه كړے شي۔وزيراعظم ټولو وزارتونو ته خليجي ه??وا??ونو سره د خپلو ??ړوندو مفاهمتي يادښتونو پېشرفت په اړه دغې ه??وا??ونو سره د روابطو لا ښه والي راوستلو هم هدايت وكړو ۔وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې مظفرګړھ٬ليه او د جنګ شمسي توان پروژو كښې بهرنۍ سرمايه كارۍ پ?? اړه تر ټولو ??روري تقاضې پوره كړئ۔د دې نه علاوه د وزيراعظم لخوا د ريكوډك نه تر ګوادر بندرګاه رېلوے كن??كټ??ټي لپاره د فزيبلټي سټډي كولو هم ووئېل۔په غونډه كښې ووئېل شول د خليجي ه??وا??ونو سره د توان خاص توګه د تجديد وړ توان٬ آئل ریفائننګ، کان کنی، غذائی تحفظ ، بینکنګ اینډ فنانشل سروسز ، لاجسټکس ، واټر سپلائي او ویسټ مینجمنټ په څانګو كښې ګڼ شمېر سرمايه كارۍ موقعې موجود دي۔په غونډه كښې د سمندري چارو وفاقي وزير قيصر احمد شېخ٬ وفاقی وزیر اویس احمد خان لغاري ، د اقتصادي چارو وفاقي وزیر احد خان چیمه٬ د وزیراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي ،د قامي اسمبلی غړي بلال اظهر کیاني او اړوند اعلٰی سركاري افسرانو ګډون كولو۔ په دې مهال د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزېب٬د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال٬د پېټروليم وفاقي وزير مصدق ملك او د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټيلي كميونيكېشن وزير مملكت شزه فاطمه د وډيو لنك د لارې په غونډه كښې ګډون كولو۔
چېلنجونه په موقعو بدلولو لپاره د غېر ملكي سرمايه كارۍ ودې ته پام لرنه كوو ۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف د بهرنۍ سرمايه كارۍ په اړه د جاج اغستو غونډې ته وينا
Mr. Halloween Entertainment Official APP
مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ ڈاؤن لوڈ کریں