لاهور۔24مارچ (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف هدايت كړے دے چې د ريكوډك منصوبې په ??ړه دې په ??ركاري كچه ټولو همكارانو سره مشاورت وكړے شي٬ په ??ې كښې چې كومې هم ستونزې وي هغه دې لرې كړې شي٬ په ??لوچستان كښې معدنياتو څخه بشپړه ګټه پورته كولو ل?? به د مواصلات انفراسټرکچر حوالې سره منصوبه سازي كولې شي ٬ بلخوا وزيراعظم په ??ېکوډک روډ ورېل کنکټیویټی راروانه اونۍ بشپړ بريفنګ غوښتلے دے۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د رېکوډك منصوبې حوالې سره مهمه غونډه په لاهور كښې وشوه۔ په ??ونډه كښې د بیرک ګولډ کمپنۍ پلاوي د چیف اېګزېکټو آفیسر مارک برسټوو مشرۍ كښې د وډيو ل??ك د لارې ګډون وكړو۔ غونډه كښې ګډون كوؤنكو سره خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل په ??یکوډک منصوبې د كار كوؤنكو او ریکوډک څخه تر بندر ځايې د لاجسټکس او آمدورفت حوالې سره امنيت باوري كولې شي۔ ده ووئيل د منصوبې حوالې سره به په ??ركاري كچه ټولو همكارانو سره مشاورت كولې شي او چرته هم چې كومې ستونزې وي هغه به لرې كولې شي۔ وزيراعظم ووئيل په ??لوچستان كښې معدنياتو څخه بشپړه ګټه پورته كولو ل?? به د مواصلات انفراسټرکچر حوالې سره منصوبه سازي كولې شي۔ وزيراعظم هدايت وكړو چې ریکوډک منصوبه د سړك د لارې ګودار سره لنك كولو ل?? دې د موجودہ روډ نېټ ورک اپ ګرېډېشن كار زر تر زره وكړې شي۔ ده ووئيل نوي رېلوے لائن څخه به زيات معدنيات لرونكې ضلع استفاده وكړي او د كان كنۍ صنعت ته به وده ترلاسه شي۔ غونډې ته ووئيلې شوو چې د ریکوډک منصوبے فزیبیلټی به د روان كال تر دسمبر مياشتې ترسره كړې شي۔ غونډې ته دا هم ووئيلې شوو چې ریکوډک څخه به هره مياشت 6 زره كنټېنرې بندر ځايې ته ځي۔ وزيراعظم په ??ېكوډك روډ اېنډ رېل کنېکټوټی راروانه اونۍ بشپړ بريفنګ وغوښتلو۔ په ??ونډه كښې د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزیب ، د پټروليم وفاقي وزير مصدق ملک ، د پلاننګ كمېشن دوهم چيئرمېن جهانزیب او اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔
د ريكوډك منصوبې په اړه دې په سركاري كچه ټولو همكارانو سره مشاورت وكړے شي٬ په دې كښې چې كومې هم ستونزې وي هغه دې لرې كړې شي٬ وزيراعظم شهباز شريف
Candy Monster Official Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : فائر جوکر