اسلام آباد۔9 مارچ(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي مېرمنې د كوم هم هېواد په پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كوي او د هغه هېوادونو د پرمختګ عمل سستۍ سره مخ وي په كومو كښې چې مېرمنو ته مساوي حقونه نه وركړے كېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د منصوبه بندۍ وزارت ترسېوري لاندې د مېرمنو نړيوالې ورځې مناسبت سره راجوړې كړې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل د منصوبه بندۍ وزارت كښې يو جېنډر يونټ جوړ كړے شوے په كوم كښې به چې د ټولو پرمختيائي منصوبو منصوبه بندي د صنفي رد عمل اصولو له مخې كولې شي دغسې چې مېرمنې لا خپلواكه جوړې كړې شي۔ وفاقي وزير ووئيل د معاشي چېلنجونو سره سره صنفي عدم مساوات هم يو لوي چېنلنج دے او مونږ له به د هېواد 100 فيصده نفوس د هېواد پرمختګ سره سمول وي دغسې چې اصل هدفونه سره كړې شي۔ ده ووئيل د وژن 2025 لاندې د مېرمنو خپلواكو جوړولو له اقدامات كولې شي۔ دې څخه وړاندې وفاقي وزير احسن اقبال د مېرمنو ملازمينو آسانۍ لپاره په وزارت كښې د ډے كيئر سنټر پرانسته هم وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل د مېرمنو نړيوالې ورځې په موقع دې څخه زياته بله كومه ښه ډالۍ نه شي كېدې