سرینګر۔6مئی (اے پی پی) كل جماعي حريت كنفرنس د كشمير په اړه د خارجه وزير بلاول بھټو زرداري بيان خوشبينه ګرځولے دے۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د كل جماعي حريت كنفرنس نائب چيئرمېن غلام احمد ګلزار په سرينګر كښې جاري شوي يو بيان كښې ووئيل كشميرې اولس په زړه ور او ښكاره بيان د پاكستاني خارجه وزير مننه كوي چې د كشمير په اړه د پاكستان په پالېسۍ كښې كوم بدلون نه دے راغلے او تر كومې چې هند د 5 اګست 2019 غېر قانوني اقدامات بېرته اخستې نه وي ورسره خبرې كېدې نه شي۔ ده ووئيل د پاكستانۍ مشرتابه اوسني بيانونه د دې خبرې ثبوت دے چې پاكستان د مظلوم كشميري اولس حقيقي وكيل او د دوئي آواز دے۔ د کل جماعتی حریت کانفرنس نورو لارښودو خادم حسین، سید سبط شبیر قمی او فریدہ خور هم په خپلو بيانونو كښې ووئيل چې د اېس سي او په غونډه كښې او د هند د ابلاغ ذريعو سره خبرو كښې د پاكستان خارجه وزير د كشميري اولس د جذبات حقيقي ترجماني وكړه۔ سیاسی پوهانو او تجزيه كارو په سرينګر كښې په خپلو بيانونو او مركو كښې وئيلي چې پاكستان په سوئيلي آسيا كښې امن ترلاسه كولو له هڅې كوي او د دې په ضد هند په 1947 كښې آزادۍ څخه تر دې دمه منطقه كښې امن لمينځه وړي۔
كل جماعي حريت كنفرنس د كشمير په اړه د خارجه وزير بلاول بھټو زرداري بيان خوشبينه وګرځولو
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نمبر