اسلام آباد 05 جون (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د بانك بدانتظامې په ضد په شكايت د بېنكنګ محتسب لخوا په مناسبه كارروائې نه كېدو د ناخوښې څرګندنه كولو سره د معاملې په اړه د قانون او انصاف تقاضې پوره كولو امر كړے. د ايوان صدر د مېډيا څانګې له مخې د لاهور اوسېدونكې مېرمن روبي انوار په حبيب بانك كښې د خپل اكاٶنټ څخه د 140000 روپو رقم بغېر د اجازت په منتقل كېدو او د بانك په بدانتظامې د كارروائې نه كېدو شكايت كړے. هغې بېنكنګ محتسب ته په خپل شكايت كښې وئيلي دي چې اړوند بانك سره د بدانتظامې معامله پوره كړې شوې وه خو كوم ريليف ترلاسه نه شو. بېنكنګ محتسب د تفتيش نه بغېر او د شكايت كوونكي اورېدو نه بغېر كېس بند كړو او په دې شكايت كوونكې د بانك محتسب د پرېكړې په ضد صدر مملكت ته خواست وكړو. صدر مملكت عارف علوي د مېرمن وګړې په شكايت په مناسبه كارروائې نه كېدو او د انصاف تقاضې په نه پوره كېدو د ناخوښې څرګندونه كړې او د بانك محتسب د انكوائري بندولو پرېكړه ئې هم رد كړې. صدر مملكت هدايت كړے چې شكايت كوونكې ته دې د اورېدو پوره موقع وركړې شي، د انصاف تقاضې نه پوره كېدو سره په ټولنه كښې مايوسي او نااميدي خپرېږي. صدر مملكت په خپله پرېكړه كښې وئيلي دي چې په دې معامله كښې د بېنكنګ كمپنيز آرډيننس د انكوائرې په اړه شقونه نظر انداز كړے شوي دي. صدر مملكت امر وكړو چې د معاملې په لړ كښې دې د قانون او انصاف تقاضې پوره كړې شي.
د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي لخوا د بانك بدانتظامې په ضد په شكايت د ناخوښې څرګندونه، د قانون او انصاف تقاضې پوره كولو امر
مضمون کا ماخذ : prêmios raspadinha