لاهور 25 اګست (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان سره د شورو په ورځ د لاهور په ګورنر هاؤس كښې د پنجاب ګونر چوهدری محمد سرور ليدلي دي، په دې موقع په سیاسی او حکومتي چارو پشمول د پنجاب آب پاك اتھارټي د 1500 څخه په زياتو روانو پروژو ،جي اېس پي پلس اسټيېس كښې پراختيا لپاره اروپائي پارلماني غړو سره رابطو او د پنجاب په پوهنتونونو كښې د اصلاحات پشمول په نورو چارو خبري شوي۔د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور وزیراعظم عمران خان ته ووئيل جې اېس پي پلس اسټيټس كښې د پراختيا په معامله د اروپائي پارلیمان نائب صدر ډاكټر فابیو پشمول د نورو غړو سره په رابطه كښې يم او ډير زر به د اروپائي پارلمان دوره وكړم كومي لپاره چې تګلاره جوړيږي۔ د پنجاب ګورنر وزیراعظم ته ووئيل د پنجاب آب پاك اتھارټي د لاهور پشمول ټول پنجاب كښې په 1500منصوبو تندۍ سره كار روان دے چې د لارې ئې نزدې 8 ملیونه كسانو ته د څښلو پاكي اوبه ترلاسه شي او دا ټولي پروژي به د روان كال په مهال بشپړې شي۔ ده ووئيل په ټولو پروژو كښې سپيځلتيا باوري كوو او په ټولو پروژو د سياسي فرق نه غير كار روان دے۔چوهدری محمد سرور وزیراعظم عمران خان ته ووئيل د پنجاب ټولو پوهنتونو كښې په تندۍ سره د اصلاحاتو عمل روان دے۔ده ووئيل د پوهنتونونو چارو فائلز عمل په وخت بشپړولو لپاره پخپله د چانسلر په حېث د ټولو پوهنتونونو څارنه كوم۔دغسې وزیراعظم عمران خان د پنجاب ګورنر چوهدری محمد سرور ته سپارښتنه وكړه چې د پنجاب آب پاك اتھارټي منصوبو كښې تندي راولي ۔ ده ووئيل اولس له د صحت او تعلیم پشمول په ټولو څانګو كښې آسانيو وركولو ته حكومت پام لرنه كوي كومو لپاره چې ټول حکومتی وسائل كارولې كيږي۔ده ووئيل د حکومت کامیابو پالیسیو په وجه پاکستان په معاشی توګه قوي كيږي
وزیراعظم عمران خان سره د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور وليدل
مضمون کا ماخذ : apostas lotofácil