اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي):پاکستان د سلامتی کونسل د اړخه يو ځل بيا په غزه كښې د جنګ بندۍ په اپیل نه کولو د مایوسۍ څرګندونه كولو سره د انسانی المیې څخه بچ كيدو لپاره په سمدستي توګه او د غیر مشروط جنګ بندۍ غوښتنې پخلے كړې دې۔د خارجه دفتر وياندي د خالي په ورځ جاري شوې بيان كښې وئيلي چې په غزه كښې په لويه توګه د انسانی المیے باوجود سلامتی کونسل د جنګ بندغ په اپیل كښې ناکامه شوې چې له امله ئې پاکستان ته مایوسی شوې۔وياندي ووئيل د ملګرو ملتونو سیکرټری جنرل د اړخه د ملګرو ملتونو د چارټر آرټیکل 99 په خواست او غزه كښې د انسانی تباهۍ په اړه د وارننګ باوجود سلامتی کونسل نړيوال امن او سلامتیا په ځائې ساتلو خپلې بنیادی ذمه وارۍ ترسره كولو كښې ناکامه شوې۔وياندي ووئيل د غزه محصور اولس چې كومه اجتماعی سزا زغمي هغه د قبلولو وړ نه ده او د دې كوم مثال نه ترلاسه كېږي۔ وياندي ووئيل مقبوضه فلسطین كښې د اسرائیل د مهم تسلسل سره انسانی تكليفونه زيات شوې، په لويه توګه د وګړي وژلې كېږي او ګڼ شمير وګړي په زبردستۍ د كورونو څخه وېستلې كېږي، د اسرائیل د اقداماتو څخه لوئ شخړې هم پيدا كيدې شي۔وياندي ووئيل د غزه په اولس د تعطل نه غير بمبارۍ ته طول وركولو كښې مرسته كونكو هم لويه ذمه واري راځي۔وياندي د انسانی المیے څخه بچ كيدو لپاره په سمدستي توګه او غیر مشروط جنګ بندغ غوښتنې پخلې كولو سره اسرائیل څخه د غزه په ضد وحشیانه بريدونه او غیر انسانی محاصره ختمولو غوښتنه كړي۔
پاکستان د سلامتی کونسل د اړخه په غزه كښې د جنګ بندۍ په اپیل نه کولو د مایوسۍ څرګندونه،انسانی المیې څخه بچ كيدو لپاره سمدستي او غیر مشروط جنګ بندۍ غوښتنې پخلے
مضمون کا ماخذ : loteria do Paraná