اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ د روغتيا قائمه ??مې??ې غونډه د جمعې په ورځ د پارلمان په ودانې كښې وشوه. د ??مې??ې د غونډې مشري ډاكټر محمد افضل خان ډهانډله وكړه. د ??مې??ې غړو په پارلمينټ لاجز كښې په ډسپنسري كښې د كورونا وائرس ځپليو د پارلمان غړو لپاره د داروګانو او آكسيجن په نشتوالي اندېښنه څرګنده كړه او د وزيراعظم د قومي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظ??ر مرزا اړوند چارواكو ته هدايت وكړو چې څومره زر ممكنه وي د پارليمنټ لاجز ډسپنسري كښې دې په بېړنې توګه د داروګانو او آكسيجن شتون باوري كړے شي. ??مې??ې په دې خبره هم اندېښنه وښودله چې په پارليمنټ لاجز كښې كار كوونكې عملې لپاره د ټېسټونو اسانې نشته. د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر ظ??ر مرزا د ??مې??ې غونډې ته د بريفنګ وركولو په مهال ووئيل د جنورې د 15مې نېټې نه م??نږ هڅې پېل كړې وې چې م??نږ ډائګناسټك كټس ترلاسه كړو او دا په هغه وخت كښې يوازې چين جوړول، م??نږ يوازې 5 زره كټس ترلاسه كړي ، ځكه په زياتو ټېسټونو كښې ستونزې رامخې ته شوې. ده ووئيل د ګل د ورځې نه نوې پاليسي راوړو، هره ورځ به يو لك ټېسټونه كولې شي، د تېرې يوې مياشتې په مهال مو د ټول پاكستان نه ډېټا راجمع كړې، د دوكانونو پشمول په كارخانو او هر ځائ كښې مو د اېس او ??يز په اړه كار كړے، په وفاق كښې مو په 36 بېلا بېلو ادارو كښې په اېس او ??يز عمل باوري كړے، هېلتھ رېګولېټري اتهارټي جوړه كړې شوې. ده ووئېل اوس م??نږ په كافي شمېر كټس لرو. د پاكستان د روغتيا كاركنانو ته سلام كوو۔ده ووئېل د اروپا نه زيات م??نږ سره د روغتيا كاركنان شته . ده ووئيل په پاكستان كښې د كورونا په نتيجه كښې څلور نيم زره خلق په حق رسېدلي.ده ووئيل تر اوسه په امريكا كښې د يو لك نه زيات خلق مړه شوي . ده ووئيل د تېرو 12 ورځو نه د كورونا په معاملو كښې بهتري راغلې. د ??مې??ې په غونډه كښې ناصر خان موسی زئی ، جے پرکاش، فوزیه بهرام، ډاكټر نورین فاروق خان، پروفېسر شهناز نصیر بلوچ، ډاكټر نثار احمد چیمه، ډاكټر ثمینه مطلوب، ډاكټر درشن، ډاكټر مهېش کمار میلانی، ډاكټر شازیه، ثوبیه اسلم سومرو، جیمز اقبال، او رمېش لال ګډون وكړو
د وزيراعظم د قومي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا غونډې ته بريفنګ
مضمون کا ماخذ : علاقائی کلیدی الفاظ