پېښور 12 مئي (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير عبد القادر پټيل وئيلي دي ماشومانو له د پوليو څاڅكي نه وركول د خپل نوې نسل سره د ظلم مترادف خبره ده، داسې مور او پلار خپل بچي عمر له معذوره كوي۔ ده ووئيل د پوليو مخنيوي څاڅكو په وركولو مور او پلار د حکومت نه بلكه د خپلو بچو ګټه كوي۔ ده ووئيل د هېواد دښمنه عناصر د پوليو ويکسين په ضد بې بنسټه ډنډورې كوي ٬ داسې كولو سره هغوې د هېواد او قام سره ظلم كوي۔ ده د بنو ډويژن کمشنر ارشد خان په دفتر كښې بنو او ډيره اسماعيل خان ډويژن كښې د پوليو مخنيوي په اړه د چارو جاج اخستو غونډې او بريفنګ په مهال د خيالاتو څرګندونه كوله۔وفاقي وزير عبد القادر پټيل ته د بنو ډويژن کمشنر ارشد خان بريفنګ هم وركړو ۔ ده ووئيل بنو ډويژن كښې د پوليو بيا رامخې ته كيدو بيل وجوهات دي چې پكښې د وګړو د موسم بدليدلو سره كډه كول ، افغانستان سره تګ راتګ او نورو ښارونو پلو تلل دي۔دې نه علاوه د پوليو څاڅكو وركولو ناسمه نشاندهي، د پوليو څاڅكو په ضد غلط فهمي او ډنډوره كول هم شامل دي۔ده وفاقي وزير د هغه اقدامات څخه هم خبر كړو كوم چې د نوې کيسز رامخې ته كيدو په تناظر كښې د پوليو مخنيوي لپاره بنو ډويژن كښې كېږي
د هېواد دښمنه عناصر د پوليو ويکسين په ضد بې ېنسټه ډنډورې كوي، د روغتيا وفاقي وزير عبدالقادر پټيل
مضمون کا ماخذ : گرم سے زیادہ گرم