اسلام آباد۔2اکتوبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضی سولنګي سره د داخله چارو نګران وفاقي وزير سرفراز بګټي ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د امن روانې وضعې په شمول د شريكې خوښې په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د ګل په ورځ د اطلاعاتو وزارت ته په راتلو نګران وفاقي وزير مرتضی سولنګي داخله وزير سرفراز بګټي ته هركلې ووې۔ دواړو وفاقي وزيرانو په اوسنيو بمي چاؤدنو كښې په شوي قيمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كولو سره ووئيل چې ترهګر او د دوئي مرسته كوؤنكي په پاكستان كښې هېڅ ځايې نه لري۔ ملاقات كښې د ټاكنو حوالې سره د نګران حكومت الېكشن كمېشن سره په مرسته كولو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ نګران وفاقي وزيرانو ووئيل چې په هېواد كښې د ټول ټاكنو آئيني ذمه واري ترسره كولو كښې به د الېكشن كمېشن ضرور مرسته كولې شي۔ په دې موقعه د اطلاعاتو نګران وفاقي وزير ووئيل امن په ځايې كول د حكومت ذمه واري ده٬ زمونږ فرض په هېواد كښې پاكې ٬ سپېځلې او بې پرې ټاكنې كولو كښې د الېكشن كمېشن مرسته كول دي۔
نګران وفاقي وزير سولنګي سره د داخله چارو وزير سرفراز بګټي وليدل
مضمون کا ماخذ : jogos de raspadinha