اسلام آباد 06 مارچ (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې د اېن اېف سي ټوله پېسه كوم چې په كراچې او د سندھ په اولس لګېدل پكار وه، په لانګ مارچ ولګول شوه. په خپل يو ټويټ كښې وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل چې بيا به وائي چې سندھ ته وسيلې ترلاسه نه شوې. د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير ووئيل چې د سندھ حقوق مارچ نه كه په سندھ كښ ې د پي ټي آئي حكومت جوړ شو نو بيا د سندھ اولس د پنجاب او خېبر پښتونخوا په شان اسانيې ترلاسه كولې شي.
مضمون کا ماخذ : خلائی جنگیں