اسلام آباد 26 مارچ (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې د عدالت په احكاماتو به د امن او امان صورتحال په ځائ ساتلې شي، چا ته به د دهرنې اجازه ورنه كړې شي، پاكستان تحريك انصاف به د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د مارچ په 27مه نېټه تاريخي غونډه كوي، په عدم اعتماد كښې عدالتي مفروران ووټ اچولو ته راروان دي كومو د ګرفتارې حكم چې شوے، د نړۍ نظر د پاكستان په سياست دے او د عمران خان په مقبوليت كښې اضافه شوې ده. اپوزيشن يرې سره مخ دے، وزيراعظم عمران خان به په عدم اعتماد كښې بريالې كېږي، د او آئي سي كانفرنس په كاميابې ټولو ادارو او انتظام كوونكو ته مباركي وايم. ده دا خبرې د خالي په ورځ په اسلام آباد كښې خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې. د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ووئيل چې د مارچ په 27مه نېټه به د پاكستان تحريك انصاف يو تاريخي غونډه كېږي، د پېنډې څخه به يو لوي لاريون د لال حوېلي څخه راوځي ځكه چې د پېنډې اولس وزيراعظم عمران خان او وفادارو سره دے. ده ووئيل چې مونږ ته اطلاعات ترلاسه شوي دي چې اپوزيشن يرېدلې او په دې وجه د پي ټي آئي په لاريون او غونډه كښې د خنډ جوړېدو هڅې كولې شي. ده ووئيل چې كه د پاكستان تحريك انصاف په لاريون كښې د خنډ جوړېدو هڅه وكړې شوه نو سخت اېكشن به اخستلې شي. شېخ رشيد احمد ووئيل چې د سپريم كورټ او هائي كورټ په احكاماتو به په سختې سره عمل كولې شي. د دې له مخې د سرينګر هائي وے رېنجرز ته سپارل شوې چې دغسې د امن او امان صورتحال په ځائ وساتلې شي. ده ووئيل چې امنيت لپاره دوه زره رېنجرز، اېف سي او دوه زره نور اهلكار په ځائ كړې شوي دي. شېخ رشيد ووئيل چې د ناظم جوكهيو په قتل كښې نامزد تورن د قومي اسمبلۍ غړے جام عبدالكريم د دبئي څخه په عدم اعتماد كښې ووټ اچولو لپاره راروان دے، د هغه ګرفتارې لپاره د سندھ آئي جي ته احكامات جاري كړې شوي دي، چې هغه څنګه پاكستان ته راورسي، هغه به ګرفتار كړے شي او نوم به ئې په انټرپول او اي سي اېل كښې شامل كړے شي چې دغسې هغه چې چرته هم وي چې ونيول شي. ده ووئيل چې جے يو آئي ته د اېچ نائن په ګراٶنډ كښې د غونډې اجازه وركړې شوې، كوم ګوند ته به د دهرنې اجازه ورنه كړې شي او كه چا د امن او امان خرابولو هڅه وكړه نو په ضد به ئې سخته كارروائي كولې شي ، كه ضرورت و نو پوځ به هم طلب كولې شي.
د عدالت په احكاماتو به د امن او امان صورتحال په ځائ ساتلې شي، چا ته به د دهرنې اجازه ورنه كړې شي. د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد
مضمون کا ماخذ : جنگل کے راز