اسلام آباد۔23اکتوبر(اے پی پی) نګران داخله وزير سرفراز احمد بګټي وئيلي دي چې پاكستان د ترهګرۍ په څير سنګينو خطرو سره مخ دے٬ زمونږ وګړو ٬ پوليس او قانون نافذ كوؤنكو ادارو د ترهګرۍ د چپې مخنيوي له بې شمېره قربانۍ وركړي دي٬ د پوليس شهيدانو وينا د پاكستان تاريخ يو وارې بيا ليكي٬ مونږ له به دا كله هم هېرول نه وي چې مونږ د پاكستان بقا او روښانه سباؤن باوري كولو له د زرګونو په شمېر ځانونو قرباني وركړې ده۔ ده د ګل په ورځ په نېشنل پولیس اکېډمی كښی د اے اېس پيز 49م سي ټي پاسنګ آؤټ دستورې ته خطاب كولو۔ پاسنګ اؤټ دستوره كښې د آئی جی اسلام آباد پولیس او کمانډنټ نېشنل پولیس اکېډمۍ په شمول بهرنيو سفارتكارو او د پاس آؤټ شويو پوليس افسرانو خپلوانو ګډون وكړو۔ نګران داخله وزير په خپل خطاب كښې د دې هيلې څرګندونه وكړه چې پاس آؤټ شوي ځوانان افسران به رنګ، ذات، مذهب او نسل څخه پرته د مظلومانو د حقونو تحفظ وكړي۔ ده پاس آؤټ شويو افسران مخاطب كولو سره ووئيل دوئي دې د قانون حكمراني باوري كړي او د پاكستاني وګړو د محافظ په توګه دې خپل اختيارات په منصفانه ډول وكاروي۔ ده ووئيل تاسو له به دا اختيارات د يو مقدس امانت په توګه كارول وي۔ دې څخه وړاندې د استقباليې په خطبه كښې كمانډنټ نېشنل پولیس اکېډمی صلاح الدین ووئيل د پاس آؤټ شويو اے اېس پیز بېچ په 35 افسرانو مشتمل دے په دوئي كښې 8 مېرمنې افيسرز او يو د پاكستان ائير فورس افسر شامل دے۔ ده ووئيل د فراغت ترلاسه كوؤنكو افسرانو ټاكنه فېډرل پبلك سروس كمېشن په بشپړ مېرټ كړې ده او یقیناً دوئي سپارلې شوي ملازمت لپاره تر ټولو غوړه كسان دي۔
د پوليس شهيدانو وينه د پاكستان تاريخ يو وارې بيا ليكي٬ د نګران داخله وزير په نيشنل پوليس اكيډمي كښې پاسنګ آؤټ دستورې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : لاٹری کھیلنے کا طریقہ