اسلام آباد۔27مارچ(اے پی پی) هېواد له سترو اقتصادي ننګونو سره مخ دے، په دې حالت کښې لس کروړه وګړو ته په وېړيا ډول د اوړو ورکول يو ستر ګا?? دے، سياسي مشرتابه، ټولې ادارې او د ژوند له بېلابېلو څانګو خلک شپه او ورځ کار کوي چې د هېواد له لاسه وتلی مقام بېرته راوګرځوي٬ كومې كورنۍ چې بي آئي اېس پي كښې رجسټر نه دي هغوي ته به هم د اوړو درې بوجۍ وېړيا وركړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ په پېنډۍ كښې د وېړيا اوړو وېش مركزونو د معائنې په مهال وكړه۔ په دې موقع د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب، د پنجاب نګران وزير صحت ډاکټر جمال ناصر، د وزيرا??ظم خاص مرستيال احد چيمه، د مسلم ليګ (ن) مشر ملک ابرار احمد، د پېنډۍ کمشنر او نور اعلی چارواكي موجود وو۔ وزيرا??ظم د اوړو ترلاسه كولو لپاره د راغلو كسانو د ستونزو په اړه پوښتنه وكړه او د وېړيا اوړو په وركولو كښې يۍ د ستونزو جاج يې واخست۔ وزيرا??ظم ته د پېنډۍ کمشنر د وېړيا اوړو رسولو د انتظاماتو په اړه بريفنګ ورکړو۔ وزيرا??ظم د انتظاماتو د لا ښه كولو هدايات وكړو او ويې ويل چې د پنجاب نه علاوه د آزاد كشمير او ګلګت بلتستان پشمول د نورو صوبو خلقو ته چې په پېنډۍ كښې اوسيږي هم د وېړيا اوړو سهولت وركړې ش??۔ وزيرا??ظم ??وئ??ل هغه کورنۍ چې دبې نظير انکم سپورټ پروگرام په ريکارډ کې نۀ دي خو دغربت تر کرښې لاندې ژوند کوي هغوي ته دې هم وېړيا اوړه ورکول پېل كړې شي۔ په دې لړ كښی نادرا او پنجاب انفارمېشن ټېکنالوجي بورډ کار کوي او نن څخه به دا نظام كار پېل كر??۔ وزيرا??ظم ??وئ??ل د كمو كسانو نومونه چې درج شوې نه دي هغوي لپاره به اوس فوري كاؤنټرې جوړولې شي او هغوي ته به هم وېړيا اوړه وركولې ش??۔ وزيرا??ظم هدايت وكړو چې د اوړو درې بوجۍ به له نن نهې ورځې څخه د وېړيا اوړو وېش مركزونو كښې وركولې شي دغسې چې وګړي د بيا بيا راتللو مشقت څخه وساتلې شي۔ كومه كسانو چې يو تروړه وړلې ده هغوي ته د بيا راتللو په مهال د??ه تروړې نورې وركولې ش??۔ وزيرا??ظم د پنجاب حکومت لخوا د وېړيا اوړو سپلائي لپاره د كړې انتظاماتو ستائنه کولو سره ??وئ??ل چې دا اول ځل دے چې د وېړيا اوړو سپلائي پروګرام شروع کړے شوے دے، پخوا به مونږ هر دوکان ته ارزانه اوړه ورکول او اوس وېړيا اوړه ٬ او دا يو ګران كار وو ٬ ډېر په غوره ډول ترسره كېږ??۔ وزيرا??ظم ??وئ??ل هېواد له سترو اقتصادي ننګونو سره مخ دے، په دې حالت کښې لس کروړه وګړو ته په وېړيا ډول د اوړو ورکول يو ستر ګا?? دے۔ ده ??وئ??ل چې پاكستان د قائدا??ظم محمد علي جناح د خوب د تعبير له مخې جوړولو له به د ټولې سياسي مشرتابه او ادارو په شمول د ژوند هرې څانګې سره تعلق لرونكو وګړو له خپل كردار ترسره كول وي۔
هيواد له سترو اقتصادي ننګونو سره مخ دے، لس کروړه وګړو ته ويړيا اوړه ورکول يو ستر ګام دے، وزيراعظم شهباز شريف
7 Farm No. 5 APP game website
مضمون کا ماخذ : sorteos میگا سینا