اسلام آباد۔19اکتوبر(اے پی پی) د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ او نورو چينائي منصوبو په اړه د جائزې غونډه وشوه۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم د دفتر د ميډيا ونګ ??خوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ته د انفراسټركچر پروژو په خاص توګه ML-1، كراچۍ سركلر رېلوې، قراقرم ه??ئي وے او نورو پروژو په اړه تفصيلي بريفنګ ??ركړے شو۔ په غونډه کې د لس زره میګاواټه لمریزې برېښنا او د اوبو د برېښنا پر پروژو هم خبرې وشوې۔ په غونډه كښې د سي پېك په پروژو د كار د رفتار زياتولو او د تېرو څلورو كلونو راهسې په ټپه ولاړو پروژو د كار په سرعت هم خبرې وشوې٬ په غونډه كښې پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي٬ وفاقي وزيرانو احسن اقبال٬ خواجه سعد رفیق سالک حسین، سید نوید قمر، مریم اورنګزیب، سید مرتضیٰ محمود، طارق بشیر چیمه، د وزیراعظم صلاح کار احد چیمه، د پټرولیم وفاقي وزیر ډاکټر مصدق ملک، خاص مرستيا??و طارق فاطمي، ظفرالدین محمود، جهانزیب خان، د وزيراعظم كوارډينېټرز رانا احسن افضل، بدر شهباز او نور اړوندو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔
وزيراعظم شهباز شريف ته په اېم اېل ون ٬ كراچي سركلر رېلوے٬ قراقرم هائي وے او نورو منصوبو بريفنګ وركړے شو
Baccarat Control Squeeze Official Website
مضمون کا ماخذ : اٹلانٹس کا بادشاہ