اسلام آباد۔19اکتوبر(اے پی پی) وزيراعظم محمد شهبا?? شريف سېلاب ځپلو سيمو ته د چين د ډيزاس??ر مېنجمنټ ماهرانو د ځانګړي پلاوي دورې هركلې وكړو او هيله يې څرګنده كړه چې د قدرتي آفتونو په مهال د مر??تې او بحالۍ په چارو كښې د چيني ماهرانو تجربه به په سباؤن كښې د پاكستان لپاره ګټوره ثابت شي۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم د دفتر د ميډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان ترمخه وزيراعظم شهبا?? شريف سره په اسلام آباد كښې د چين د ډيزاس??ر منېجمنټ پوهانو ځانګړي پلاوي د ډيپارټمنټ آف فلډ كنټرول ٬ د اېمرجنسي منېجمټ امېرجنسي كملانډنګ اعلی چارواكي ژو ژيان بياؤ په مشرۍ كښې ملاقات وكړو په كوم كښې چې وفاقي وزيرانو احسن اقبال، شيري رحمان، خاص معاون ظفرالدين محمود، د اين ډي ايم اے چيئرمېن او چيئرمېن اېن اېف آر سي سي او نورو اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ وزيراعظم ووئيل زه به چيني پلاوي ته دا تجويز وركړم چې هغه دې هېواد ته بېرته تللو څخه وړاندې پاكستاني حكومت سره په ډيزاس??ر منېجمنټ كښې د مر??تې لوظنامه لاس ليك كړي۔ هغه د خپل ځان او ټول ملت په استازيتوب په دې سخت وخت کښې د چين د مشرتابه او د چين د خلکو د مر??تې مننه وکړه، وزيراعظم ووئيل چين په هر مشکل وخت کښې پاکستان سره مر??ته کړې ده۔ ده ووئيل د سندهـ او بلوچستان ډيرې سيمې اوس هم تر اوبو لاندې دي او د اوبو نه پيدا شوې مر??ونه نوي چيلنجونه رامخې ته كوي۔ ده وزيراعظم سېلاب ريليف فنډ ته د عطيات په وركولو په پاکستان او چين کښې د کارکوونکې چينايي کمپنيو مننه وکړه۔ په دې ملاقات كښې پلاوي وزيراعظم د پاکستان دورې په اړه خبرولو سره ووئيل چينايي پلاوې د سېلاب چارو په خبر لرونكو پوهانو مشتمل دے كوم چې د پاكستان دسېلاب ځپليو او په خاص توګه د سندھ دوره كړې ده۔ دغه پلاوی به د پاکستان او چین ترمنځ د سیلابونو پېشګويۍ او د هغې د اغېزو د کمولو لپاره د انفراسټركچر جوړولو په برخه کښې د لنډو، منځنیو او اوږدمهالو پروژو كښې پاکستان ته تكنیکي مر??تې برابرې کړي۔ چینایي پلاوی د پاکستان له اړوندو ادارو او چارواکو سره د همکارۍ لپاره وركنګ ګروپ جوړ كړے دے كوم به چې په 21 اكتوبر اېن ډي اېم اے ته په ځپليو سيمو كښې د خلقو او انفراسټركچر بحالۍ له بشپړ پلان او رپورټ وړاندې كوي۔
وزيراعظم سېلاب ځپلو سيمو ته د چين د ډيزاسټر مېنجمنټ ماهرانو د ځانګړي پلاوي دورې هركلې وكړو
Jade blackjack online betting
مضمون کا ماخذ : ٹمپل ٹمبل