لاهور۔19ستمبر(اے پی پی)د وزيراعظم خصوصي مرستيال عطا تا??ړ وئيلي دي چې د سېلاب ځپليو بحالۍ له په پنجاب او خېبر پختونخوا كښې حكومت كوؤنكې ګوند په نظر نه راځي٬ بلخوا په پنجاب كښې اوړه او داروګان ورځ په ورځ كمېږي۔ د ګل په ورځ سېشن عدالت ته د وړاندې كېدو په موقعه ميډيا سره خبرو كښې عطا تا??ړ ووئيل چې پنجاب حكومت بېخې ناكامه شوې دې٬ صوبا??ي حكومت له مينځه اوړولو لپاره مونږ يو شمېر آپشنز لرؤ۔ ده ووئيل زما خيال نه دې چې اعلی وزير چوهدري پروېز الهي به د باور ووټ ترلاسه كړې شي۔ ده ووئيل په هېواد كښې د قدرتي آفت د لاسه د كروړونو په شمېر خلق بې كوره شوي دي٬ وفاقي حكومت د سېلاب ځپليو بحالۍ له كار ٬ پي ټي آئي جلسې او جلوسونه كوي۔ د وزيراعظم خصوصي مرستيال ووئيل چې د 18 م بدلون نه وروستو د اوړو د ستونزې ذمه واري په وفاقي حكومت اچولې كېدې نه شي٬ پنجاب حكومت بېخي ناكامه شوې دې۔ ده ووئيل د حمزه شهباز په دور كښې په هر ډول ستونزه قابو موندلې شوې وو۔ عطا تا??ړ ووئيل په ما دا تور وو چې ما په پنجاب اسمبلۍ كښې فساد رامخې ته كړې وو ٬ رانا شهباز او خيال كاسترو زما په ضد د دروغو ګواهي وركړې۔ ده ز????ته كړه چې د لويې څښتن شكر دې چې زما ضمانت كنفرم شوې دې
وفاقي حكومت د سېلاب ځپليو بحالۍ له كار٬ پي ټي آئي اولسي غونډې كوي٬ عطا تارړ
Blackjack Fortune VIP Login Platform
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز آن لائن ٹکٹ