APP08-260822
ISLAMABAD: August 26 Prime Minister Shehbaz Sharif chairing a meeting of select Islamabad-Based Ambassadors, High Commissioners and other senior members of the Diplomatic Corps. APP
اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئېلي ??ي په سېلاب او باران كښې تراوسه 3 كروړه 30 لكه خلق ځپلې شوي٬د زيان ابتدائي اندازه په اربونو ك??ې ده٬په دومره لويه شمېره ځپليو ??ه د خوراك او څښاك څيزونه٬داروګان او خيمې وركول يو لوي چېلنج دے٬د نړيوالو مالياتي ادارو او تنظيمونو لخوا په مرسته د دوي مننه كوو۔ده دا خبرې د جمعې په ورځ په اسلام آباد كښې مېشته د بېلا بېلو هېوادونو سفيرانو سره د هېواد د سېلاب په صورتحال په بېړني ملاقات كښې په خپلو خبرو كښې وكړې۔وزيراعظم و??ئي?? په پاكستان ك??ې د تېرو 30 كلونو رېكارډ بارانونه شوي ۔د جون د 13مې نېټې نه تراوسه په سېلاب ك??ې د 900 نه زيات خلق په حق رسېدلي٬د 1300 نه زيات ژوبل شوي او 8 لكه څاروي په سېلاب كښې مړه شوي۔ده و??ئي?? د سېلاب د زيان اندازه په اربونو ك??ې ده٬په مجموعي توګه تراوسه په سېلاب كښې 3 كروړه 30 لكه خلق ځپلې شوي ۔ده و??ئي?? پاكستان په موسمياتي بدلون ك??ې د ځپلے كېدونكو هېوادونو په فهرست كښې په اتم نمبر دے۔د پاكستان د كاربن ګيسونو په اخراج كښې برخه د يو فيصد نه هم كمه ده۔ده و??ئي?? حكومت د ځپليو فوري رېسكيو لپاره ټولې وسيلې كاروي۔ځپليو ??ه به په سمدستي توګه د كورنۍ په سر 25 زره روپۍ وركولې شي٬ځپليو ??ه د خوراك څښاك څيزونو او د خيمو وركولو هڅې كولې شي۔په ملاقات كښې آسټریلیاء، چین، جاپان، کویت، جنوبی کوریا، ترکيه ،متحدہ عرب امارات، امریکه ،جرمنی، بحرین، یورپی یونین، فرانس، اومان، قطر، برطانیه او د سعودیه عرب سفيران موجود وو۔غونډې ته د اطلاعات او خپرونو وزارت لخوا د سېلاب ځپليو ??يمو او د ځپليو وېډيو هم وښودلې شوه۔ګډون كوونكو د حكومت اقدامات وستائېل او د بېلا بېلو هېوادونو سفيرانو وزيراعظم په سېلاب ځپليو ??يمو ك??ې د مرستې د چارو پېل كولو نه خبر كړو