APP59-050822
KARACHI: August 05 - Federal Minister for Finance and Revenue Miftah Ismail addressing during his visiting at Pakistan Stock Exchange (PSX) Trading Hall. APP photo by Syed Abbas Mehdi
کراچي 05 اګست (اے پي پي) خزانې ??زير مفتاح اسماعيل وئيلي دي د كېپټل ماركيټس اهميت او د جديد معيشت په پرمختګ ك??ې د دې په مهم كردار ښ?? پوهېږو ، د ھغه ټولو مسئلو د حل عزم لرو كومې چې په كېپټل ماركيټ پرمختګ كښې كښې خنډ دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ په پاكستان سټاك اېكسچېنج (پي اېس اېكس) كښئ د كاروباري ورځ په پېل دستورې ته د خاص مېلمه په توګه وكړه۔ په دې موقع د كاروبارۍ ورځ په پېل ټږۍ وغږولې شو۔ په دستوره ك??ې د اېس اي سي پي چيئرمېن عامر خان، د پي اېس اېكس اېم ډي او سي اي او فرخ اېچ خان،د پي اېس اېکس بورډ غړو، مهمو شراكتدارو او مېلمنو ګډون وكړو۔ مفتاح اسماعيل د هېواد په موجوده مېكرو اكنامك صورتحال خبرو كښې ووئيل د معاشيات كار پوهه په توګه په بنيادي خبرو زما نظر دے، مېکرو اکنامك نقطه نظر څخه مونږ له خپل معيشت سالوېنټ ساتل دي او دا د ډيفالټ كېدو نه بچ كول دي٬ د څو ورځو په مهال د ډالر په مقابل ك??ې د روپۍ قدر زيات شوے ځكه چې مونږ درآمدات كم كړي او دې سره زمونږ د زرمبادله په اخراج كښې كمے راغلے٬ ده ووئېل اګرچه د پرمختګ په لحاظ سره دا ښه صورتحال نه دے خو د ماضي نه ډېر بهتر دے۔ مفتاح اسماعيل ووئيل زمو??ږ ټېكس ټو جي ډي پي په 9.2 فيصده ډېر كم دے مونږ له به معاشي استحكام ترلاسه كولو لپاره ښه كار كول وي او مونږ به په دې لړ كښې پرله پسې او په منظم ډول اصلاحات كوٶ٬ په فيول سبسډي ختمولو او نېغ په نېغه ټېكسونو ك??ې د اضافې اقدامات خواږه ترلاسه كېږي او هېواد د ډيفالټ كېدو نه بچ كړے شوے۔ د دې نه وړاندې د پي اېس اېكس اېم ډي فرخ خان د خزانې ??زير هركلے وكړو۔دغسې دستورې ته په دې موقع د اېم ډي فرخ خان او نورو هم وېنا وكړه