اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي د?? ابوظهبي پورټس سره د لوظنامې په نفاذ كښې هر ډول مرسته كولو سره به دې څخه بشپړه ګټه پورته كولې شي ٬ ډيجيټل ټيکنالوجي او عصري مشينرۍ سره دې په بندرځايونو د سامان او کنټينرز انتظام ښه كړئ شي۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جا??ي شوې خبر پاڼې له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د ابوظهبي پورټس پاکستان چيف اېګزېکټيو آفيسر خرم عزيز خان سره د خپل پلاوي ليدلي۔ په دې موقع وزيراعظم ته د بريفنګ په مهال ووئيل شول چې ??بوظهبي پورټس به په کراچۍ بندرځائ كښې په راتلونكې لس كالو كښې د 250 مېليونه ډالرو سرمايه كاري كوي٬ د 130 مېليونه ډالرو په سرمايه کارۍ جوړېدونكې عصري او ټولې ضروري آسانۍ لرونكې کثير المقاصد ټرمينل به په راتلونكو دوه كلونو كښې بشپړ شي۔ پلاوي وزيراعظم ته په كراچۍ بندرځائ د کنټ??نر ټرمينل آسانيو كښې لا بهترۍ لپاره د كمپنۍ په سرمايه كارۍ تفصيلي بريفنګ وركولو سره ووئيل چې کنټ??نر ټرمينل منصوبه كښې ايکسس کنټرول، خودکار ګېټس، برتھ كښې نور 200 ميټره پراختيا٬ کرين رېل ټريك او نور انفراسټرکچر جوړول شامل دي، په ټرمينل د نوي انفراسټرکچر جوړېدو سره به تر د يو لك 20زره ټنه مال بردارې بېړۍ لنګر انداز كېدې شي چې ورسره به په بندرځايې معاشي فعاليتونه سوا شي۔ وزيراعظم ووئيل چې ?? ډيجيټل ټيکنالوجۍ او جديد مشينرۍ څخه دې په بندرځائ سامان او د کنټينرز انتظام بهتر كړې شي۔ ده امر وكړو چې ?? کنټينرز نظام بهتر كولو سره دې کليئرنس لپاره وخت كم كړے شي۔ وزيراعظم ووئيل چې ??بوظهبي پورټس سره د لوظنامې مقصد سپېځلتيا او د كار استعداد كښې اضافه او د پورټ آپرېشنز بهتري ده، ابوظهبي پورټس سره د لوظنامې په نفاذ كښې هر ډول معاونت كولو سره به دې څخه بشپړه ګټه پورته كولې شي۔ وزيراعظم د رېلوے چارواكو ته د منصوبې فعاله كولو او ټرمينل څخه د سامان ترسيل بهتر كولو لپاره د مال بردار بوګيو او د ضروري رولنګ سټاک وړاندې كولو امر هم وكړو۔
ابوظهبي پورټس سره د لوظنامې په نفاذ كښې هر ډول مرسته كولو سره به دې څخه بشپړه ګټه پورته كولې شي: وزيراعظم شهباز شريف
EVO Online Honest Entertainment Entrance
مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری نمبر