اسلام آباد۔23 جون(اے پی پی) قومي اسمبلۍ د هيواد به بيلو برخو كښ?? په اقليتونو او كمزورې طبقو د تشدد پيښو په ضد د غندنې قرارداد منظور كړے دے او وفاقي او صوبائي حكومتونو څخه يۍ د هېواد د مذهبي اقليتونو او نورو كمزورو طبقو تحفظ باوري كولو له د ضروري ګامونو پورته كولو غوښتنه كړې ده۔ د اتوار په ورځ د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ قرارداد وړاندے كړو كوم چې ايوان د رايو كثرت سره منظوري وركړه۔ د قرارداد په متن كښې وئيلې شو?? چې د پاكستان په آئين كښې د بشري ځان تقدس او تحفظ مقدم دے٬ ايوان په سوات او سرګودھا كښې د عامو وګړو په لاس د تورنو د وژنې پېښې جدي نوټس اخلي٬ دا خبره د اندېښنې وړ ده چ?? په دې وروستيو كښې دا ډول پېښې زياتې شوي دي٬ دا ايوان د دې ډول پېښو غندنه كوي۔ دا ايوان وفاقي او صوبائي حكومتونو څخه سختۍ سره غوښتنه كو?? چې هغه دې د هېواد د مذهبي اقليتونو او نورو كمزورو طبقو تحفظ باوري كوي٬ دا ايوان د خېبر پښتونخوا او پنجاب حكومتونو څخه غوښتنه كو?? چې هغه دې د اړوندو قوانينو له مخې دې ډول پېښو كښې ككړ كسان په ګوته كولو سره هغوي ګرفتار كړي او پراسيكيوشن لپاره دې ضروري اقدامات وكړي۔ ايوان هيله لر?? چې عدالتونه به ههم دا ډول كېسونو كښې فو??ي انصاف باوري كړي۔ دې څخه وړاندې بېرسټر ګ??هر د اعتراض په نكته ووئيل چې مونږ غواړؤ چې د كوم هم آپرېشن څخه وړاندې دې ايوان په اعتماد كښې واخستے شي٬ عسكري مشرتابه سېنېټ او ايوان ته دې څخه وړاندې هم راغلې دي۔ عسکری مشرتابه دې پارليمان ته ان كېمره بريفنګ وركړي۔ ده ووئيل د سپكاوي د تورنو ذمه واري بايد وفاق پخپله پورته كړي ولې چ?? په تحقيقي عمل كښې اېف آئي اے او نورې ادارې شامل وي۔
د هيواد په بيلو برخو كښې په اقليتونو او كمزورې طبقو د تشدد پيښو په ضد د غندنې قرارداد منظور كړے شو
गेमकॉक ईमानदार सट्टेबाजी एपीपी
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک واریر شہزادی