اسلام آباد 22 مئی (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي په هېواد ك??ې د آئي ټي ودې٬د آئي ټي برآمدات زياتولو او سټارټ اپس ته آسانيو وركولو په اړه د آئي ټي پارك جوړول خوشبينه دے٬ د اسلام آباد آئي ټي پارك جوړولو كار دې زر مكمل كړے شي٬ وزيراعظم ته ووئيل شول د سوئېلي كوريا په مرسته به د اسلام آباد په آئي ټي پارك منصوبه كار را??لونكې كال بشپړ كړے شي٬ تر كال 2025 به په ټول هېواد كښې 100 نوې اي-روزګار مركزونه او 10 نوې سافټ ويئر ټېكنالوجي پاركس جوړولې شي۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ ك??ې د انفارمېشن ټ??كنالوجۍ پاركس په اړه مهمه غونډه د شورو په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې وشوه ۔ د غونډې ګډون كوونكو سره په خبرو كښې وزيراعظم ووئيل په هېواد ك??ې د آئي ټي ودې٬د آئي ټي برآمدات زياتولو او سټارټ اپس ته آسانيو وركولو په اړه د آئي ټي پارك قيام خوشبينه دے۔ده سپارښتنه وكړه چې د اسلام آباد آئي ټي پارك جوړولو كار زر مكمل كړئ۔وزيراعظم د سافټ ويئر ټېكنالوجي پارك كاركردګۍ په اړه د تهرډ پارټي ايويليو اېشن كولو سپارښتنه هم وكړه ۔غونډې ته د انفارمېشن ټ??كنالوجۍ او ټيلي كام وزارت لخوا د آئي ټي پارك جوړولو په اړه بريفنګ وركړے شو۔غونډې ته ووئيل شول د سوئېلي كوريا په مرسته به د اسلام آباد آئي ټي پارك منصوبه را??لونكې كال بشپړه كړې شي۔ د اسلام آباد آئي ټي پارك كښې سټارټ اپس٬انكيوبيشن سينټرز٬بينكس٬ريستوران او نورې آسانۍ شاملې دي۔غونډه خبر كړې شوه چې په كراچۍ ك??ې د سوئېلي كوريا په مرسته به جناح انټرنېشنل هوائي مېدان سره نزدې د انفارمېشن ټ??كنالوجۍ پارك پروژه تر كال 2027 بشپړه كړې شي۔غونډه خبرې كړی شوه چې د هېواد په 29 ښارونو كښې 43 سافټ ويئر ټېكنالوجي پاركس جوړ كړې شوي٬تر كال 2025 به په ټول هېواد كښې 100 نوې اي-روزګار مركزونه او 10 نوې سافټ ويئر ټېكنالوجي پاركس جوړولې شي۔په غونډه ك??ې د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چيمه٬د خزانې او محصولات وفاقي وزير محمد اورنګزېب٬د انفارمېشن ټ??كنالوجۍ او ټيلي كام وزير مملكت شزه فاطمه٬د پلاننګ كمېشن ډپټي چيئرمېن جهانزېب خان٬د وزيراعظم كوآرډينېټر رانا احسان افضل او اړوند اعلٰی سركاري افسرانو ګډون كولو۔
د اسلام آباد آئي ټي پارك جوړولو كار دې زر مكمل كړے شي٬ د وزيراعظم شهباز شريف د آئي ټي پارك په اړه مهمه غونډه كښې سپارښتنه
Macau Dream Entertainment official website
مضمون کا ماخذ : قدیم مصری کلاسک