ریاض 28 اپرېل (اے پي پي) وزیرِ اعظم محمد شهباز شریف په ریاض كښې نړيوال اقتصادی فورم كښې د نړيوال صحت په ایجنډا خبرو اترو كولو سره خادم الحرمین شریفین، سعودی فرمانروا سلمان ??ن عبدالعزیز او د سعودی ولی عهد محمد بن سلمان د صحت څانګې په اړه اقدامات وستائل دغسې بل ګیټس فاؤنډیشن پهپاکستان كښې د پولیو ختمولو لپاره په اقدامات ئې بل ګیټس ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې ب??ان له مخې وزیراعظم د اتوار په ورځ فورم كښې د صحت په اړه د خبرو اترو په آخر خادم الحرمین شریفین، سعودی فرمانروا سلمان ??ن عبدالعزیز او سعودی ولی عهد محمد بن سلمان د صحت څانګې په اړه اقدامات وستائل۔ده ووئيل د سعودی فرمانروا او سعودی ولی عهد خپل اقدمات سره د دړديدلې انسانیت مرسته كوي۔په دې م??قع وزیرِ اعظم د بل ګیټس فاؤنډیشن په پاکستان كښې د پولیو ختمولو لپاره په اقدامات بل ګیټس ته خصوصی پيرزوئنې وړاندې كړي۔ وزیراعظم شهباز شریف ووئيل كال 2022 كښې چې كله پاکستان كښې سېلاب راغلې نو بل ګیټس فاؤنډیشن او حکومتِ پاکستان خپلې هڅې رواني ساتلې او ماشومانو له ئې د پولیو مخنيوي ویکسین وركړې۔ده ووئيل هيله لرم چې كه ??ون?? دا ډول خپلې هخې روان وساتلې ډير زر به د پاكستان څخه د پولیو خاتمه وشي۔
وزیراعظم شهبازشریف نړيوال اقتصادی فورم كښې نړيوال صحت په ایجنډا خبرې اتري،د سعودی فرمانروا او سعودی ولی عهد د صحت په څانګه كښې د اقدامات ډاډګيرنه ، پاکستان كښې د پولیو ختمولو لپاره په اقدامات بل ګیټس ته پيرزوئنې وړاندې شوي
Get the official APP of Hawaii Entertainment
مضمون کا ماخذ : اسٹریٹیجیا لاٹوفاسیل