بيجنګ30 اګست (اے پي پي)په چين كښې د پاكستان سفير معين الحق د چين لخوا د پاكستان سېلاب ځپليو بحالۍ لپاره په وخت د مرستې رسنه ستائېلې۔د چين وېب پاڼه چائنا اكنامك نېټ له مخې پاكستاني سفير ووئيل چې د پاكستان په ټولو صوبو او سيمو كښې د سېلاب تباهي روانه ده چې له امله يې تراوسه د زرو څخه زيات كسان په حق رسېدلې دي٬ګڼ شمېر كلي سېلابي اوبو كښې ډوب شوي او ولاړ فصلونه تباه شوي۔ده ووئيل چې چين تل په سخت وخت كښې د پاكستان مرسته كړی٬چين او د دې تنظيمونو لخوا په وخت د مرستې رنه د قدړ وده او يواځې وړومبې قدم دے۔ده هيله څرګنده كړه چې د چين لخوا به په سباؤن كښې هم لا مرسته ترلاسه شي۔ده ووئيل چې په پاكستان كښې د مون سون بارانونو او سېلاب له امله په زرګونو څاروي مړه شوي٬په هېواد كښې صورتحال ډېر نازك دي او نېشنل ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي (اېن ډي اېم اے)اندازو له مخې په پاكستان كښې د 30 ملين څخه زيات خلك ځپلې شوي۔ده د چين حكومت لخوا د سېلاب ځپليو لپاره د مرستې وركولو اعلان ستائېلو سره مننه كړې او وئېلې يې دي چې د سېلاب ځپليو لپاره بهه د ټينټس او شيلټرز په صورت كښې مرسته ډېر زر پاكستان ته راورسي۔د پاكستان سفير معين الحق په چين كښې مېشته پاكستاني كميونټۍ ته خواست كړی چې هغوي تل د وړاندې پشان په دې سخت وخت كښې مونږ خپلو وطن والو سره يو او د سېلاب ځپليو لپاره د وزيراعظم په جوړ كړې شوي فلډ رېليف فنډ كښې د زړه نه برخه واچۍ
د چين لخوا د سېلاب ځپليو لپاره په وخت د مرستې رسنه د قدر وړ ده۔پاكستاني سفير
مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری نمبر