اسلام آباد 31 اګست (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي سرکاري افسرانو ته د معياري تربيې وركولو ٬ دوئي ته د مسئلو حل كولو له تندۍ سره د پرېكړې كولو او د وسائلو انتظام په فعاله توګه د كولو په څير مهارتونو ښودلو په حاجت زور راوړے دے دغسې چې په غوره ډول حكممراني باوري كړې شي او د خدماتو وركړه پياوړې كړې شي۔ بېورو كرېسي له به د اولس ضرورتو??ه ترسره كول?? لپاره زيات ذمه وار كردار ترسره كول وي او د هېواد په بېلا بېلو څانګو كښې به په خاص توګه د زده كړو او روغتيا څانګو كښې او په كميونټي سروسز كښې پېښو مسئلې حل كولو پلو پام كول وي۔ صدر مملکت دا خبره د زيارت په ورځ په ايوان صدر كښې د نېشنل سکول آف پبلک پاليسي (اېن اېس پي پي) بورډ آف ګو??نرز 23مې غونډې ته وېنا كښې وكړه۔ په غونډه كښې د اسټيبلشمنټ ډويژن سېكتر انعام الله خان دھاريجو، د اېن اېس پي پي رېکټر ډاکټر اعجاز منير او د بورډ آف ګو??نرز نورو غړو ګډون وكړو۔ په دې موقع صدر مملكت سرکاري ملازمينو ته د تحقيق او معياري تربيې وركړې لپاره د بېلا بېل قامي او نړيوالو ادارو او تعليمي ادارو سره په ګډه د هڅو كولو په ضرورت زور رواړ۔ په غونډه كښې د بورډ آف ګو??نرز په22مه غونډه كښې په شوې پرېكړو د ع??لد??آمد په صورتحال بريفنګ وركړې شو٬ د دې نه علاوه د اېن اېس پي پي په بېلا بېلو انتظامي او مالياتي چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په غونډه كښې ووئيل شول چې نېشنل ډويلپمنټ انټرن شپ پروګرام (پاليسي) خپله كړې شوې او د منصوبه بندۍ وزارت په مرسته به د انټرنيز خدمات ترلاسه كولو سره دې عمل ته حتمي شكل وركړې شي۔ په غونډه كښې د نېشنل انسټي ټيوټ آف پبلك پاليسي د ډين د ټاكنې عمل په ګړندي كولو هم موافقت وشو۔
سرکاري افسرانو ته دې معياري تربيه او د مسئلو حل لپاره پوهه وركړې شي۔ صدر مملکت ډاكټر عارف علوي
Hip-Hop Panda Entertainment Platform Official Website
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز آن لائن ٹکٹ