اسلام آباد۔20جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د اسلام آباد پولیس د کارکردګۍ او د فرض ترسره كولو په مهال د دوئي د قربانيو ستائنه كولو سره وئيلي دي چې د اسلام آباد پولیس په كاركردګۍ كښې اضافې لپاره به دوئي ته ټولې ممكنه آسانۍ وركولې شي۔ په پولیس لائنز كښې د روغتون جوړولو سره به د پولیس ځوانانو او د دوئي كورنيو ته د وېړيا درملنو آسانۍ وركړې شي۔ د شهداء کالج جوړول به د پوليس ځوانانو د كوچنيانو په ګټه وي۔ پولیس اهلکارو لپاره په لاء اینډ آرډر الائونس به عملدرآمد د جولائي اولنۍ نېټې څخه پېل شي٬ ډولفن پولیس جوړولو له به بشپړه پروګرام وضعه كولې شي او د تركيه په مرسته به تربيه وركولې شي۔ سفارش، رشوت او برادري ازم سره هېواد ته زيات زيان رسېدلے دے٬ زمونږ معيار قابليت او مېرټ دے۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په پولیس لائنز كښې د 100 بسترو روغتون، شهداء ماډل کالج او اېس پی یو اېنډ ډولفن هېډکوارټرز د بنياد تيګې كېښودو دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ وزیراعظم ووئيل د اسلام آباد پولیس د تېر يو كال په كاركردګۍ او د فرض په غوره ډول ادا كولو اولس ته وياړ دے۔ دوئي د اولس حفاظت لپاره په زړه پورې كردار ترسره كړې۔ د پوليس ځوانان ژوبل شوي او شهيد شوي خو د خپل فرض په ترسره كولو كښې يۍ كوتاهي نه ده كړې او زه د دې ستائنه كوم۔ ده ووئيل په 100 بسترو د مشتمل نېشنل پوليس روغتون د بنياد تيګه مو اېښودلې ده۔ دا ډول روغتونونه بايد د ګرد ه??واد پوليس اهلكارو كورنيو له جوړ كړې شي۔ ده ووئيل زه غواړم چې دا روغتون زر تر زره جوړ كړے شي۔ ده ووئيل اولس هيله لري چې په ګرد ه??واد او په خاص توګه اسلام آباد كښ به غله ٬ ډاكوان او قاتلان د قانونو منګلو ته حواله كړې شي او په دې كښې به د ه??څ څيز پروا كولې نه شي۔ ده ووئيل پوليس دې د پاك پروردګار رضا لپاره خپل فرض په زړه پورې ډول ترسره كوي۔ ده وئيل د ډولفن جوړولو منصوبه دې فوري تياره كړې شي۔ د اسلام آباد ډولفن فورس به د تركيه په مرسته تيارولې شي۔ د ډولفن فورس ځوانان به تريبې لپاره تركيه ته لېږلې شي۔ ده ووئيل داخله وز??ر دې په فوري توګه دا منصوبه تياره كړي۔ ده ووئيل شهداﺀ كالج به د پوليس ځوانانو د بچو په ګټه و۔ ده ووئيل د پوليس اهلكارو سهولت لپاره د داخله وز??ر اقدامات د ستائنې وړ دي۔ ده ووئيل په لاء اینډ آرډر الائونس به عملدرآمد د جولائي اولنۍ نېټې څخه پېل شي۔ ده ووئيل په اسلام آباد پوليس كښې د دوه زره ځوانانو په مېرټ بھرتي كېدل خوشبين دي۔ په ټولو محكمو كښې بايد په مېرټ او قابليت بھرتي وكړې شي۔ ده ووئيل زمونږ معيار قابليت او اهليت دے هم دې سره قومونه جوړېږي۔ په دې موقعه وز??راعظم په اسلام آباد پولیس لائنز كښې په 100 بسترو د مشتمل روغتون، شہداء ماډل کالج او ایس پی یو اینډ ډولفن فورس هیډکوارټرز د بنياد تيګه كېښوده۔ دې څخه وړاندې وزیراعظم شهباز شریف په پولیس لائنز كښې د شهيدانو يادګار ته حاضر شو او فاتحه خواني يۍ وكړه۔ ده په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو۔ آئی جی اسلام آباد پولیس ناصر اکبر درانی وزیراعظم د پوليس شهيدانو او د هغوي د قربانيو په اړه خبر كړو۔ وزیراعظم د ګارډ آف آنر معائنه وكړه۔ دستورې ته داخله وز??ر رانا ثناء اﷲ او آئی جی اسلام آباد ناصر اکبر درانی هم خطاب وكړو۔ په دې موقعه د منصوبه بندۍ وفاقي وز??ر احسن اقبال او وفاقي وز??ر رانا تنویر حسین هم موجود وو۔
د وزيراعظم شهباز شريف په پولیس لائنز كښې د 100 بسترو روغتون، شهداء ماډل کالج او اېس پی یو اېنډ ډولفن هېډکوارټرز د بنياد تيګې كېښودو دستورې ته خطاب
The Edge of the Sun and the Moon Online Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : غالب افریقہ