اسلام آباد۔14دسمبر(اے پی پی) وزیر اعظم شهباز ش??یف سره به تاجك صدر امام علي رح??ان نن د شورؤ په و??ځ په و??يراعظم هاؤس كښې ملاقات كوي۔ د وزیراعظم آفس د ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې به په دوه اړخيزه اړيكو ٬ د شريكو خوښې او په سيمه ايزو چارو خبرې اترې كېږي۔ د ملاقات نه وړاندې به تاجك صدر ته د پاكستان وسله و??ل ځواك لخوا ګارډ په آنر وړاندې كولې شي كوم به چې ??ه پي ټي وي نېغ په نېغه ښودلې شي۔ د پاكستان او تاجكستان ترمينځه د پلاويو په كچه به هم مذاكرات كېږي۔ د دواړو هېوادونو ترمينځه به په بېلو څانګو كښې همكاري زياتولو له لوظنامې او د مفاهمت يادښتونه هم لاس ليك كولې شي۔ په دې لوظنامو او دمفاهمت په يادښتونه د لاس ليك دستوره به ??ه پي ټي وي نېغ په نېغه ښودلې شي۔ دې سره سره دواړه لارښود به ګډ پرېس ټاك هم كوي۔ وزيراعظم به د تاجك صدر په درناوي كښې د ماسخوتن مېلمستيا هم وركوي۔
وزيراعظم شهبازشريف سره به تاجك صدر امام علي رحمان (نن) په وزيراعظم هاؤس كښې ملاقات كوي
Sweet Dream Rich Minerals APP entertainment official website
مضمون کا ماخذ : números quina hoje