اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات ،خپرونو ، قامي ورثې او كلتور وفاقي وزير عطاءالله تارړ وئيلي دي مينځني ختيز كښې د امن نه بغير نړۍ كښې امن ممکن نه دے، نړۍ كښې امن د مهذبو هېوادونو ذمه واري ده،سيمه ايزه مرسته او ډيجيټل اکانومي د وخت مهم ضرورت دے،تر څو چې اکانومي ډيجيټلائزيشن پلو نه وي تللي مونږ به د پرمختګ په زغل كښې شاته پاتي يو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ انسټيټيوټ آف سټريټجك سټډيز كښې د چائنه ميډيا ګروپ تر سيوري لاندي اېس سي او په اړه ميډيا ورکشاپ ته وينا كښې وكړه ۔ وفاقي وزير د اېس سي او کنفرنس څخه وړاندې چائنه ميډيا ګروپ د اړخه ميډيا ورکشاپ خوشبينه ګرځولو سره ??وئ??ل شنګھائي فائيو څخه پيل شوي اېس سي او كښې تير كال كښې د بيلاروس شموليت سره د مستقل غړو شميره 10 ته رسيدلې ده ٬ څه ډول چې دې فورم كښې سيمه ايزو مسئلو ته پام لر??ه كېږي،هغه د ستائنې وړ ده۔ده ??وئ??ل پاکستان كښې د شنګھائي مرستي تنظيم مشرانو غونډه په يو داسې وخت كښې كېږي كله چې زمونږ معيشت پرمختګ كوي،د معيشت په اړه هره ورځ ښه خبرونه ترلاسه كېږي او د معاشي پرمختګ ميوي اولس ته رسيدل پيل شوي۔ده ??وئ??ل د اېس سي او پاکستان كښې كولو سره به د پاکستان تشخص او روښانه سباؤن ته وده ترلاسه شي۔ وفاقي وزير ??وئ??ل آستانه كښې تير كال د اېس سي او په موقع په ځينو لوظنامو لاس ليك شوے ؤ،په دې اړه س??مه ايزه مرسته كښې ترهه ګرۍ او تشدد ختمولو ته زيات اهميت ترلاسه دے۔ده ??وئ??ل د تيرو څو لسيزو په مهال پاکستان د ترهه كرۍ مخنيوي لويې زيان پورته کړے۔د ترهه ګرۍ مخنيوي په هڅو كښې زمونږ 80 زره وګړي شهيدان شوي دي ۔ دا قرباني يواځي د پاکستان لپاره نه بلکه نړۍ كښې امن لپاره وركړې شوي،نړۍ كښې امن او د ترهه ګرۍ ختمولو له پاکستان لوي زيان پورته کړے، ده ووئېل د ترهه ګرۍ مخنيوي په اړه هڅو سره به س??مه كښې امن ته وده ترلاسه شي۔ د موسمياتي بدلون زيان ذكر كولو سره وفاقي وزير ??وئ??ل مالياتي انضمام او معاشي استحکام كښې زياتي چاري د موسمياتي بدلون سره تړلي دي،مونږ د كوټلي پرمختګ په لاره كښې د موسمياتي بدلون لويې چيلنج سره مخ يو،مونږ د ملګرو ملتونو په هر فورم دا مسئله پورته كړې۔ده ??وئ??ل د پاکستان په زهريلي ګازونو اخراج كښې برخه د يو فيصد نه هم كمه ده او د موسمياتي بدلون تر ټولو زيات پاکستان پورته كوي۔ د موسمياتي بدلون مخنيوي لپاره د سيمه ايزي مرستي په حاجت زور راوړلو سره ده ??وئ??ل نور هېوادونه دې د موسمياتي بدلون په اړه كردار ترسره كړي۔ده ??وئ??ل موسمياتي بدلون په اړه چې څومره هم خبرتيا پيدا كړې شي لږه ده۔ده ??وئ??ل د اېس سي او مشرانو کنفرنس ايجنډا كښې به د ترهه ګرۍ مخنيوي او په س??مه ايزه س??امتيا خبره كولې شي ، دغسې د موسمياتي بدلون په ايجنډا به هم غور كولې شي۔ده ??وئ??ل دا مهال حکومت موسمياتي بدلون ته خاص پام لر??ه كوي۔ د نړيوال امن په اړه خبرو كښې ده ??وئ??ل مونږ عمر له د اېس سي او په پليټ فارم د نړيوال امن خبره كړې ، آستانه كښې د اېس سي او تيره غونډه كښې مونږ د فلسطين په مسئله زور راوړے ؤ او خپل موقف مو وړاندې كړے ؤ چې مينځني ختيز كښې د امن نه غير نړۍ كښې امن ممکن نه دے۔ده ??وئ??ل نړۍ كښې امن د مهذبو هېوادونو ذمه واري ده۔كه په مينځني ختيز كښې صورتحال داسې ؤ نو نړۍ ته به ئې زيان رسي۔ده ??وئ??ل نړۍ له به منل وي چې په فلسطين كښې باقاعده د منصوبه بندۍ تر مخه د بے ګناه فلسطينيانو نسل كشي كېږي، اسرائيل د جنګي جرمونو مرتکب شوے ، د جنګ په وجه په هر ځاے بريدونه كېږي۔ ده ??وئ??ل دا څنګه جنګي اصول دي چې له مخې يې اسرائيل وائټ فاسفورس او ممنوعه وسله كاروي او د فلسطينيانو نسل کشي کوي ؟۔ ده ??وئ??ل فلسطين كښې يو آټسټك ماشوم هم په نخښه شوے ،د هغه ماشوم څه قصور ؤ؟۔ وفاقي وزير ??وئ??ل اسرائيل د جنګي جرمونو ارتكاب كړے او دا نه ګوري چې په روغتون هم بريدونه كوي او هلته رنځوران او ماشومان په نخښه كېږي ۔ د اطلاعات وفاقي وزير ??وئ??ل پاکستان د اېس سي او غړي په حېث د خپلو ذمه وارو تر مخه دا ټولي نكتي پورته كړي چې فلسطين كښې نسل کشي کيږي او اسرائيل د جنګي جرمونو مرتكب شوے، بايد د اسرائيل احتساب وكړے شي۔ وفاقي وزير ??وئ??ل د فلسطين په معامله زمونږ موقف ښكاره دے،مونږ 1967ء څخه وړاندې د فلسطين پولي منلي د كوم چې پايه تخت القدس الشريف وي۔ده پوښتنه وكړه چې مينځني ختيز كښې د امن نه غير پاتې نړۍ كښې امن نه شي راتللے نو بيا به س??مه ايزه س??امتيا او مرسته څه ډول مخ په وړاندې لاړه شي ؟۔ په مالياتي انضمام او معاشي مرسته زور راوړلو سره وفاقي وزير ??وئ??ل د پاکستان معاشي اشاريي ښه كېږي ، پاکستان كښې تجارت او سرمايه کاري زياته شوې۔ پاکستان يو سټريټجکي چاپېرچل لر??۔ ده ??وئ??ل مونږ د کراچۍ او ګوادر بندر ځايونه لر??، زمكيزي لاري لر??،چرته چې د نورو مسئلو خبره كېږي هلته دا خبره مهمه ده چې مونږ په غړو هېوادونو د سرمايه کاري، تجارت او سيمه ايزي مرستي زياتولو له زيات مالياتي انضمام او په معاشي مرسته زور راوړو۔ ده ??وئ??ل پاکستان ته سږ كال په وړومبو درېو مياشتو كښې 8.8 ارب ډالر ترسيلات راغلي كوم چې يو ريكارډ دے۔زمونږ ترسيلات كښې دومره زياتوالے چرته وړاندې نه ؤ راغلے ۔ده ??وئ??ل زمونږ د آئي اېم اېف سره پروګرام د 7 ارب ډالرو دے او درې مياشتو كښې ترسيلات 8.8 اربه ډالره ته رسيدلې۔ وفاقي وزير ??وئ??ل چين، سعودي عرب او متحده عرب امارات د آئي ايم ايف پروګرام كښې مهم كردار ترسره كرے۔ ده ??وئ??ل زمونږ د ټيکنالوجي څانګه مخ په وړاندې روانه ده۔ وفاقي وزير ??وئ??ل مخ په وړاندې تللو له س??مه ايزه مرستي او ډيجيټل اکانومي ته اړتيا ده۔ ده ??وئ??ل مونږ د اېف بي آر په ډيجيټلائزيشن كار پيل كړے،ډير لږ وخت كښې د ټيکس فائلرز شميره زياته شوې ۔ده ??وئ??ل خپلو كښې مرستي او رابطو ته ودي وركولو له مالياتي انضمام او ډيجيټل اکانومي لزي كردار لر??۔ده ??وئ??ل پاکستان كښې لوئ موقعې شته،زمونږ ترسيلات زر زيات شوي، زمونږ پاليسي ريټ لاندې راغلے،زمونږ د آئي ټي ايکسپورټس 3.2 بليونه ډالره ته رسيدلے ، مجموعي برآمدات كښې 14 فيصد اضافه شوې، معاشي اشاريي ښه كېږي،دا ټول څيزونه د سيمه ايزي مرستي نه غير ممکن نه ؤ۔ده ??وئ??ل د ملګرو هېوادونو سره مرستي او لوظنامو نه غير تجارت او سرمايه کاري زياتيدې نشي۔ښه او روښانه سباؤن لپاره ضروري ده چې مونږ ډيجيټل اکانومي پلو مخ په وړاندې لاړ شو، اېس سي او سره زمونږ روښانه سباؤن تړلے دے، د دې لا مستحکمولو ته اړتيا ده۔ د يو ذمه واره هېواد په حيث به مونږ خپل كردار روان ساتو۔ده ??وئ??ل كلتوري او په اولسي كچه تبادلې ته اړتيا ده، مونږ له به خپل كلتور له وده وركول وي۔ انشاءالله د سيمي اولس لپاره به س??كالي باوري كوو۔
مينځني ختيز كښې د امن نه بغير نړۍ كښې امن ممکن نه دے،سيمه ايزه مرسته او ډيجيټل اکانومي د وخت مهم ضرورت دے ۔ د اطلاعات وفاقي وزير عطاءالله تارړ ميډيا ورکشاپ ته وينا
जिआदुओबाओ इलेक्ट्रॉनिक विश्वसनीय मनोरंजन लिंक
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نتائج