اسلام آباد۔23 اګست(اے پی پی) د وزيراعظم شهباز شريف په خصوصي هدايت به د ايران په يزد ښار كښې پيښې سره د مخ شويو پاكستاني زائرينو جسدونه نن د جمعې په ورځ د سي – 130 الو??كې د لارې هېواد ته راورسولې شي۔ د جمعې په ورځ دې ځاے څخه د جاري شوي بيان له مخې د پاكستان ايئر فورس سي -130 الوتكه نور خان ايئر بېس څخه ايران لپاره روانه شوې ده كومه به چې نن د جمعې په ورځ ماسپخين درې نيمې بجې يزد ايئر پورټ ٬ ايران ته ورسي۔ د پاکستانی زائرینو جسدونه به نن ايران څخه هېواد ته راوړلې شي۔ وزیراعظم شهباز شریف په ذاتي توګه د ټول صورتحال نګراني كوي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې پېښې سره مخ شوي بس كښې په 51 مسافرو كښې 28 پاكستاني زائرين په حق رسېدلې وو او نور 33 ژوبل شوي ??و په كومو كښې چې د 14 زائرينو حالت اندېښمن دے۔ د یزد، ایران او لاړكانې ترمينځه د اوږد مسافت او ګرم موسم له امله په ايران كښې د پاكستان سفير د پاكستاني زائرينو جسدونه د الو??كې د لارې وطن ته د ر??رسولو سپارښتنه كړې وه۔ په يا??ه شوې پېښه كښې د زياتره كسانو تعلق لاړكانه سندھ سره دے۔
د وزيراعظم په خصوصي هدايت به د ايران په يزد ښار كښې پيښې سره د مخ شويو پاكستاني زائرينو جسدونه نن هيواد ته راورسولې شي
Governor Online Integrity Betting Platform
مضمون کا ماخذ : como jogar dupla sena