اسلام آباد 03 جنوري (اے پي پي) وفاقي كابينې د توان بچت پلان نفاذ منظوري وركړې په كومه به چې په سمدستي توګه په ټول پاكستان كښې عمل كېږي۔ په ټول هېواد كښې موجود شادي هالونه به د شپې 10 بجې او ماركيټونه 8 نيمې بجې بند وي٬دې سره به د 62 ارب روپو بچت وشي٬په برېښنا چلېدونكې غېر موثر پكو به اضافي ډيوټي ولګولې شي چې ورسره به د 15 ارب روپۍ بچت وشي۔ د نهې په ورځ د وفاقي كابينې غونډې نه پس د دفاع وزير خواجه محمد آصف خبري كنفرنس ته د وېنا په مهال د وفاقي كابينې پرېكړو په اړه بريفنګ وركړو۔ په دې موقع د ماحولياتي بدلون وفاقي وزيره سېنېټر شيري رحمان٬ د برېښنا وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير٬د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب او د هاؤسنګ اينډ وركس وفاقي وزير مولانا عبدالواسع هم موجود وو۔ د دفاع وزير ووئيل چې د توان كارولو په لړ كښې مونږ له به د ژوند طرز بدلول وي٬ زمونږ عادتونه او طريقې د نورې نړۍ څخه بدلې دي٬مونږ د قدرتي توان په ځاې خپل توان پیدا كوؤ٬ په كوم چې پېداواري لګښت راځي٬ نن د كابينې په غونډه كښې كوم هم لائټ په برېښنا نه چلېدو٬ د لمر په رڼا كښې د كابينې غونډه شوې۔ ده ووئيل چې د توان ترلاسه كولو لپاره به قدرتي وسائل كارول وي٬د وفاقي حكومت په ټولو ادارو كښې د برېښنا په استعمال كښې 30 فيصد كمي دې راوستلې شي۔په تولو دفترونو كښې د برقي آلات غېر ضروري استعمال څخه دې ډډه وكړې شي۔ده ووئيل چې وفاقي كابينې د پاور ډويژن په سفارش د توان بچت د پلان د نفاذ منظوري وركړه كومه به چې په سمدستي توكه په ټول پاكستان كښې نافذ العمل وي۔ ده ووئيل چې په ګرمۍ كښې 29 زره مېګاواټ او په يخنۍ كښې 12 زره مېګاواټ برېښنا كارولې كېږي۔ ده ووئيل د يكم جنورۍ 2023 نه پس به اوس پخوانې ټرانپېرنټ بلب تيارولې نه شي٬ټول سركاري ادارو كښې به د د برېښنا بچت كوؤنكې آلات كارولې شي۔ ده ووئيل په هېواد كښې د برېښنا بچت په لړ كښې اصلاحات كولې شي۔ ده ووئيل د سيمنټ ٬ سريې او شيشې ودانيو مېنټېننس كاسټ زيات دې ٬ بلډنګ كوډ معارفي كولې شي۔ ده ووئيل په يو كال كښې د ګیزرزدننه ایکونیکل بېفلز لګولې شوي چې و رسره به هيله ده چې د 92 اربه روپو بچت وشي۔ د 3 اربه روپو ماليت تېل د كال په موټر سائيكل كښې كارولې شي ٬ دا كھپت كمولو له په دمه دمه اي بائيكس معارفي كولې شي۔ ده ووئيل د پرنټ٬ الېكټرانك او سوشل ميډيا د لارې د توان په اړتيا به د خبرتيا مهم چلولې شي٬ پېمرا نجي ټي وي چېنلز او رېډيول چېنلز به د توان بچت مهم باوري كوي۔ ده ووئيل د 20 دويانو په بيعو كښې كمې شوې دې۔ په دې موقعه د ماحوليات وفاقي وزيرې شيري رحمان ووئيل د توان په سمه توګه كارول معيشت سره سره د ماحولياتو تحفظ لپاره هم ډېر مهم دے٬ د توان بچت لپاره د موجوده حكومت لخوا پورته كړې شوې ګامونه به ښې نتيجې راوړي۔ د ماركيټونو زر بندولو ٬ د توان متبادل ذريعو كارولو او ورك فرام هوم پالېسۍ سره به صورتحال پالېسۍ سره به صورتحال ښه كېدو كښې مرسته ترلاسه شي۔ دې ووئيل د ماحولياتو بدلونونو په اسبابو كشی د توان غېر پائيدار استعمال هم شامل دې۔ دې ووئيل د كووېډ 19 په مهال د ورك فرام هوم پالېسۍ په نتيجه كښې د توان په بچت كښې مرسته ترلاسه شوه او آلودګي كمه شوه ٬ دا يوه كاميابه حكمت عملي ثابته شوه۔
د وفاقي كابينې لخوا د توان بچت پلان نافذ كولو منظوري٬ شادي هالونه به د شپې 10 او ماركيټونه 8 نيمې بجې بند وي۔ د دفاع وزير خواجه محمد آصف
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی تجزیاتی ایپ