اسلام آباد 15 جون (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر زاهد اكرم دراني وئېلي دي چې پاكستان آذربائيجان سره د ورورولۍ خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او اولسي٬اقتصادي او تجارتي رابطو ته ودې وركولو سره اوسنۍ اړيكې لا پراخا كول غواړي۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ د پارليمان په ودانۍ كښې د آذربائيجان د آزادۍ ورځې په لړ كښې جوړی شوې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔دوهم سپيكر د آذربائيجان د آزادۍ ورځې په موقع د آذربائيجان اولس او مشرتابه ته مباركي وركولو سره ووئيل چې دواړه وروڼه اسلامي هېوادونه د مذهب٬اخوت٬تاريخ او كلتور په لازوال رشتو كښې تړلې دي او د تېرو 30 كلونو څخه د دواړو هېوادونو ترمينځه غوره سفارتي اړيكې دي۔ده ووئيل چې دواړه اسلامي هېوادونه مهم نړيوالو او سيمه ايزو چارو يو ډول دريځ لري او تل يې د يو بل ملاتړ كړې۔ده د كشمير په مسئله د آذربائيجان لخوا د پاكستان د اصولي دريځ په ملاتړ مننه وكړه۔په دستوره كښې د سېنېټ ډپټي چيئرمېن محمد مرزا آفريدي٬په پاكستان كښې د آذربائيجان سفير خضرفرهادوف٬د سېنېټ او قامي اسمبلۍ غړو او نورو هېوادونو سفيرانو هم ګډون وكړو۔
پاكستان آذربائيجان سره د ورورولۍ خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر زاهد اكرم دراني د آذربائيجان د آزادۍ ورځې دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : ماہی گیری کا جنون