اسلام آباد 28 جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي مسلم ليګ (ن) په كال 2018 كښې لوډ شيډنګ بيخي ختم كړے ؤ٬ ھغه وخت مونږ نه يواځې د طلب او رسد بندوبست كړے ؤ بلكې د راتلونكو لسو كالو منصوبه بندۍ تر مخه مو پراجېكټس لګولي وو ٬ په تېرو څلورو كالو كښېد تحريك انصاف نااهل ټولګي نه يواځې معيشت تباه كړے بلكې د توان څانګه ئې هم تباه كړې، کابينې افغانستان څخه ټرانسپورټرز ته د شپږو مياشتو د ملټي پل ويزه وركولو منظوري وركړې ، دې پرېكړې سره به مېنځۍ آسياء او افغانستان سره تجارت وده ومومي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د نهې په ورځ د موسمياتي بدلون وفاقي وزيرې شيري رحمان، او د کشمير چارو صلاحكار قمر زمان کائرہ او نور سره د وفاقي كابينې غونډې نه پس ميډيا ته د بريفنګ په مهال كړه۔ دې ووئيل کابينې په ضلع ټانك كښې د پوليو په ډله د بريد په سختو ټكو غندنه كړې٬ وزيراعظم داخله وزير ته د پېښې نوټس اخستو سره د كابينې په راتلونكې غونډه كښې د رپورټ وړاندې كولو امر كړے۔ دې ووئېل په پېښه كښې دوه كانسټيبلز او د پوليو ډلې يو وركر شهيد شوے۔ وفاقي وزيرې ووئيل وفاقي کابينې د موسمياتي بدلون وزارت په سفارش د نيشنل هيزرډئيس ويسټ مينجمنټ پاليسۍ 2022 منظوري هم وركړې۔ دې ووئيل کابينې د داخله وزارت له مخئ د جوړ كړي افغان بېن الوزات تعاون سيل٬ د اېپکس کمېټۍ او نادرا، د سرمايه کاري بورډ او د خارجه وزارت لخوا په ويزه رجيم د ريويو كمېټۍ د غونډې د تجويزونو منظوري هم وركړې۔ په دې تجويزونو كښې به د پاكستان سفارت خانې د افغانانو د ويزو درخواستونه د اصل هېواد په ځاے د موجوده نيشنليټي /پاسپورټ په بنياد پراسس كوي٬ دغسې افغانستان سره د تجارت ودې لپاره ورك ويزه کيټګري كښې يوه نوې ذيلي کيټګري، ډرائيورز/ټرانسپورټرز/هيلپرز په نومونو سره پاکستان آن لائن ويزه سسټم به معرفي كولې شي، دې ووئېل په ابتدائي توګه به د 48 ساعتو په مهال 6 مياشتو لپاره د ملټي پل انټري ويزه اجراء كولې شي٬ چې پكښې تر يو كال د پراختيا اختيار به داخله وزارت سره وي۔ دې ووېيل ويزه لپاره په دستاويزات كښې به د درخواست وركونكې عكس٬ پاسپورټ، د ټرانسپورټ کمپنۍ په توګه رجسټريشن او ايمپلائمنټ لېټر شامل وي او د پراختيا په صورت به انټري / ويزه پيج په اضافي توګه پكار وي٬ وفاقي وزيرې ووئيل ډرائيورز /ټرانسپورټرز او هيلپرز ويزه لپاره د سرمايه کاري بورډ لخوا سفارشي ليټر او د اېس اي سي پي رجسټرېشن استثنيٰ وركړے كېږي ځكه چې د ويزه ترلاسه كولو بنيادي مقصد يوازې د څيزونو د پولې پورې غاړه نقل و حركت دے۔ د اطلاعات وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل د ذكر شوو ټولو تجويزونو اطلاق به د اقتصادي رابطه تنظيم د غړٶ هېوادونو په ډرائيورز/ټرانسپورټرز او هيلپرزهم وي۔ د کابينې د منظورۍ نه پس به نادرا ته د پاکستان آن لائن ويزه سسټم كښې د تبديلۍ هدايات جاري كولې شي۔ وفاقي وزېرې ووئيل په دې لړ كښې به په پاكستان كښې Ease of doing business ته ودې لپاره داخله وزارت او د سرمايه کاري بورډ آن لائن ادائيګۍ به د پاکستان آن لائن ويزه سسټم سره تړلې شي۔ د اطلاعات وزېرې ووئيل وزيراعظم داخله وزير ته امر كړے چې په دې لړ كښې كومې ستونزې او خنډان شته ھغه لرې كړئ٬ مونږ له د افغان اولس مرسته كول دي او د ګډې ګټې لپاره كار كول دي دغسې ھغه افغان وګړي كوم چې سرمايه كارۍ لپاره خليجي رياستونو ته مخه كوي چې ورته په پاکستان كښې سرمايه کارۍ لپاره سازګار ماحول وركړے شي۔ وفاقي وزيرې مرېم اورنګزېب ووئيل کابينې ته د افغانستان نه راتلونكو رنځورانو لپاره هم په ويزه كښې د نرمۍ تجويز وړاندې كړے شوے ٬ کابينې پرېكره كړې چې پاکستان كښې د افغان وګړو سرمايه كاري زياتولو لپاره به پاليسي په دوو اوونيو كښې مرتب كړې شي۔ وفاقي وزيرې ووئيل کابينې د سائنس او ټيکنالوجۍ وزارت ذيلي ادارې پاکستان سټينډرډز اينډ کوالټي کنټرول اتھارټۍ (PSQCA) لخوا د توان بچت لپاره په برېښنا چلېدونكو پنكو لپاره تفويض کړې د لږ نه لږ توان كارونكې كاركردګۍ معيار پحقله خاص كمېټي جوړه كړه د كومې مشري چې به د سرمايه كارۍ بورډ وفاقي وزير چوهدري سالک حسېن كوي او په نورو غړو كښې به د پټروليم وزير مملکت ډاکټر مصدق ملك، وفاقي وزيرآغا حسن بلوچ او اړوند وفاقي سېكتران شامل وي۔ دې ووئيل کابينې اتفاق كړے چې مونږ له توان بچت كولو ته اړتيا ده او په دې لړ كښې په برېښنا چلېدونكېو آلاتو سټينډرډز كښې بهترۍ راوستل غواړي۔ دغسې کابينې د اقتصادي رابطه کميټي د جون 22 كال 2022 په غٶنډه كښې د شوو پرېكړو توثيق هم كړے چې پكښې 13 بېلا بېل ټېكنيكل سپليمنټري ګرانټس منظوري شوي۔ د افغان وګړو پحقله د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزېرې ووئيل د كال 2013 نه تر 2018 په پولو انټګريټډ مينجمنټ سسټم جوړ كړے شوے ؤ ۔ دې ووئيل په كال 2015 كښې انټګريټډ مينجمنټ سسټم په ايئر پورټس او بارډرز هم جوړ كړے شوي وو۔ دې ووئيل افغانستان لپاره په ويزه رجيم كښې ځينې ويزه کيټيګريز شامل كړې شوي چې پكښې ټرانسپورټرز، هيلپرز او ډرائيورز شامل دي۔ دې ووئيل د دې نه وړاندې ويزه پاليسۍ كښې چې كله هم نرمي شوې نو نادرا پكښې نه ده شامله كړې شوې ٬ په وړومبي ځل نادرا په دې نظام كښې شامل كړې شوې ۔ د اے پي پي ملازمانو د احتجاج پحقله د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزېرې مريم اورنګزېب ووئيل د اے پي پي ملازمانو د پے سكيل د ريګولرائزېشن مسئله ډېره پخوانۍ ده، دا يوازې د اے پي پي مسئله نه ده بلكې د ټول کارپوريشنز ده، په دې به حكومت د پاليسۍ له مخې پرېكړه كوي۔ دې ووئيل د اے پي پي ملازمانو د ډسپيريټي الائونسز په مسئله د اطلاعات سېكرټري دا مهال د خزانې سېكرټري سره موجود ده، څنګه چې اعلاميه جاري شي ٬ د اطلاعات سېكرتري به د احتجاجي ملازمانو خوا له ورځي او اعلان به كوي۔ وفاقي وزيرې ووئيل د اے پي پي ملازمانو د ډي پي سي منظوري هم وركړې شوې ٬ په دې به هم په سمدستي توګه عملدرآمد كولې شي۔ دې ووئيل په اے پي پي كښې په پلاټس كوټه سسټم به د پاليسۍ له مخې پرېكړې كېږي۔ د لوډ شيډنګ پحقله د پوښتنې په ځواب وفاقي وزېرې ووئيل مسلم ليګ (ن) په كال 2018 كښې زيرو لوډ شيډنګ پرېښودے ؤ ٬ ھغه وخت مونږ نه يواځې د طلب او رسد بندوبست كړے ؤ بلكې د راتلونكو لسو كالو منصوبه بندۍ تر مخه مو پراجېكټس شروع كړي وو ٬دې ووئېل په تېرو څلورو كالو كښې د تحريك انصاف نااهل ټولګي نه يوازې معيشت تباه كړے بلكې د توان څانګه ئې هم تباه كړې ٬ دې ووئيل مونږ د تېرو واكمنو غوندې تورونه لګول او ماتم نه كوٶ بلكې مونږ د توان بندوبست كوٶ، دا مهال په نړيواله كچه د فيول كمے رامخې ته دے٬ د دې باوجود تر 30 جون چې كوم پلان راكړے شوے ٶ په ھغې بشپړ عملدرآمد روان دے
مسلم ليګ (ن) په كال 2018 كښې لوډ شيډنګ ختم كړے ؤ ٬ تحريك انصاف نه يواځې معيشت تباه كړے بلكې د توان څانګه ئې هم تباه كړې، کابينې افغانستان څخه ټرانسپورټرز ته د شپږو مياشتو د ملټي پل ويزه وركولو منطوري وركړې۔ مريم اورنګزېب
مضمون کا ماخذ : اولمپس کا عروج