بيجنګ 19 اکتوبر (اے پي پي) نګران وزيرِاعظم انوار الحق کاکړ سره د امر انټرنېشنل چيئرمېن وانګ وېنين ليدلي دي ۔ د وزيراعظم آفس لخوا د جاري بيان له مخې په دې موقع امر انټرنيشنل پاكستان كښې د پيتل او سټيل په صنعت كښې په سرمايه كارۍ كښې خوښي ولرله۔ وزيراعظم د امر انټرنېشنل لخوا پاكستان كښې د سرمايه كارۍ كولو هركلے وكړو او دوي ئې په پاكستان كښې د خاص سرمايه كارۍ سهولت كونسل په اړه خبر كړل د كوم له مخې چې د كان كنۍ او معدنيات په څانګه كښې سرمايه كارۍ كولو لپاره د ون ونډو آپرېشن سهولت وركړے كېږي
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعدادوشمار