اسلام آباد 17مارچ (اے پی پی)د اسلامي نظرياتي كونسل چيئرمېن ډاكټر قبله اياز وئېلي دي چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ لخوا د مارچ 15مه نېټه د اسلامو فوبيا په ضد د لمانځلو د قرارداد منظوري خوشبينه ده۔د زيارت په ورځ په خپل يو بيان كښې ډاكټر قبله اياز ووئيل چې د دې قرارداد د لارې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په لوېديزه نړۍ كښې د مسلمانانو په ضد د كركې د منظم كمپائن وجود منلې دې۔ده ووئيل چې د دې قرارداد عملي كولو لپاره د اقداماتو ضرورت دې۔ده ووئيل چې د نړۍ په وړاندې دا معامله پورته كولو لپاره د پاكستان هڅې د ستائنې وړ دي۔ډاكټر قبله اياز د اسلامي هېوادونو سفارتخانو ته خواست وكړو چې دوي دي هر كال په پوره تيارۍ سره د دې ورځې لمانځلو اهتمام وكړي دغسې چې د دې ورځې مقصد ترلاسه كړی شي
مضمون کا ماخذ : لیپریچون کی خوش قسمتی۔