اسلام آباد 03 اکتوبر (اے پي پي)د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي كه عمران خان ا??ارې چوكيدار ګڼي نو ادارې د قامي دفاع او قامي سلامتيا محافظ دي٬د هغه د كرسۍ او اقتدار نه دي٬د عمران خان ټول سياست وجود نه لري٬هغه غواړي چې ادارې د خپل حلف خلاف ورزي كولو س??ه د هغه د لوبې برخه جوړی شي٬قام به فارن ايجنټ٬سازشي٬قامي سلامتيا سره لوبې كونكې٬آئين شكني٬دروغ او نااهل تن چرته هم معاف نه كړي٬عمران خان پشان تن د عبرت نشان جوړول پكا?? دې دغسې چې څوك هم قامي ګټو او د هېواد د آئين سره لوبې ونه كړي۔د ګل په ورځ پريس كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل چې د تيرو دوه مياشتو څخه وزيراعظم محمد شهباز شريف په هېواد كښ?? د سېلاب په اړه رېكارډ كارونه كړي٬كله چې سيلاب راغلو نو د هغې د تباهۍ مقابله كول مشكل په نظر راتلل۔دې ووئيل چې وسله والو ځواكونو٬صوبائي حكومتونو٬اين ډي ايم اے٬د سول سوسائټۍ پشمول دوست هېوادونو د سيلاب په صورتحال كښ?? د پاكستان بشپړه مرسته كړی په چې مونږ د هغوي مننه كوو۔دې ووئيل چې د وزيراعظم د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ او شنګهائي مرستې تنظيم(اېس سي او)اوسنۍ دوې په مهال هم د ټولو پام د سيلاب پلو راګرځولې۔دې ووئيل د ځايې حكومتونو س??ه په ګډه د سيلاب ځپليو سيمو س??وے پیل شوې۔وزيراعظم دا مهال سيلاب ځپليو لپاره د مرستې هلو ځلو كښ?? بوښت دې دغسې يو تن څوك چې څلور كاله د وزيراعظم په كرسۍ ناست وو٬د هغه آډيو ليكس رامخې ته كېږي كوم چې د هېواد د سلامتيا په ضد په سازشونو كښ?? ككړ دے۔وفاقي وزيرې ووئيل په 7 مارچ سائفر رامخې ته شوې كوم چې په 8 مارچ فارن آفس ته ترلاسه شوې٬په 9 مارچ د هغه سائفر كاپي وزيراعظم هاؤس ته غوښتلې شوې۔دې ووئيل په آډيو ليك كښ?? عمران خان وئېلي دي چې په دې تاريخ د وړاندې دې۔وفاقي وزيرې ووئيل په 7 مارچ ترلاسه شوې سائفر عمران خان هغه وخت قام ته ولې نه وئېل چې زما په ضد سازش كېدو۔دې ووئيل په آډيو ليك كښ?? د عمران خان ټوله بيانيه په ډاګه شوې وه٬دې ووئيل عمران خان په 30 ستمبر يو بل آديو ليك راغلې چې پكښې د غونډې رابللو ذكر شوې٬په هغه آډيو ليك كښ?? د خارجه وزير٬د خارجه سېكرټري او د درې٬څلور وزيرانو رابللو خبره شوې او د دې سائفر د مينټس جوړولو ذكر شوې۔وفاقي وزيرې ووئيل كه د هغه خبره ومنلې شي چې په 7 مارچ سائفر راغلې كوم چې د هېواد په ضد يو س??زش و نو بيا يې نامه ولې نه اخستله۔عمران خان ته معلومه وه وه چې هغه د هېواد د ګټو٬قامي سلامتيا او د آئين سره لوبې كوي۔عمران خان هېواد او اولس ګمراه كړی٬عمران خان د پارليمان او د آئين سره مذاق كړی٬هغه دا هر څه د خپلې كرسۍ لپاره كول۔دې ووئيل عمران خان نن ولې يرېږي ځكه چې هغه په خپل طاقت سياست كوي نو دړكې هم وركوي۔دې ووئيل عمران خان تر څلور كاله خپل مخالفين په زندانونو كښ?? اچولې٬د هغوي په ضد يې جعلي ريفرنس يې دائر كړي او ټول رياستي طاقت يې استعمال كړې۔دې ووئيل عمران خان د قامي سلامتيا په حساس معامله هم سياست كړې٬دا د قامي سلامتيا او د آئين معامله ده٬عمران خان د آډيو ليك په اړه په كابينه كښ?? تفصيلي بريفنګ شوې۔دې ووئيل عمران خان د خپل دواړه آډيو ليك ترديد نه دې كړی هغه د جرم اعتراف كړی۔دې ووئيل د عمران خان په ضد ثبوت شته په كابينه كښ?? په دې اړه تفصيلي بحث شوې او يوه سب كمېټي جوړه شوې٬هغه سب كمېټۍ پريكړه كړې چې دا د كريمينل انويسټي ګېشن په زمره كښ?? راځي۔دې ووئيل د دې معاملې بشپړه پلټنو كولو س??ه به منتقي انجام ته رسولې شي