اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې عمران نيازي د هېواد معيشت ته لوئ زيان رسولې دې ، عمراني دور له امله پاکستان دا مهال سخت معاشي مشکلاتو څخه تيريږي، عمران نيازي ټول سياست په دروغو ، منافقت او تورونو اډانه ؤ ٬ د هېواد معيشت به د راروانو 6 نه تر 8 مياشتو په مهال ښه شي، پخواني حكومت د هېواد پرمختيائي بجټ نيم كړې ، مونږ د اولسي كټو په اړه د پروژو فنډنګ بيا جاري کوو او اړوندو محکمو ته سپارښتنه كوو چې د دې پروژو زر تر زره بشپړول باوري كړي۔د دې خيالاتو څركندونه ده په جهلم كښې ميډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه ۔للهه ۔ جهلم سړك جاج اخستلو په موقع د وزيراعظم د معيشت لپاره کوآرډينيټر بلال کياني هم په دې مهال موجود وو۔وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل د پاکستان پرمختيائي بجټ زياتوو ، پخواني حكومت د هېواد پرمختيائي بجټ نيم كړې دې ، پخواني دور حکومت كښې ذاتي هاؤسنګ سوسائټيو له په اربونو روپۍ وركړې شوې دي، للهه او جهلم په شان سيمو كښې پرمختيائي كارورنه نه دي شوې ،د للهه اولس له آسانيو وركولو لپاره د نوي سړك جوړولو كار به سږ كال بشپړ شي ،اولسي ګټو پروژو لپاره زيات فنډز بيلوو
د عمراني دور له امله پاکستان دا مهال د سخت معاشي مشکلات څخه تيريږي،هيله لرو چې د هېواد معيشت به راروانو 6 نه تر 8 مياشتو په مهال ښه شي۔احسن اقبال
مضمون کا ماخذ : بونانزا