اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي حکومت هېواد څخه د هيپاټائټس سي خاتمې له عزم لري٬ د وزيراعظم پروګرام به هېواد څخه د تور زيړي خاتمې له مرستياله وګرځي، صحت، تعليم او په نورو څانګو كښئ د رامخې ته چېلنجز مخنيوي لپاره به خاص ټاسک فورس جوړولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د هيپاټائټس نړيوالې ورځ په موقع په پاکستان كښې د هيپاټائټس سي خاتمې لپاره د وزيراعظم پروګرام پېل په موقع د خاص مېلمه په توګه خپلې وېنا كښې وكړه ۔ده ووئيل د پي ډي اېم د 16 مياشتو حكومت هېواد د ديواليه كېدو نه بچ كړے٬ په دغه وخت كښې وزيراعظم مح??د شهباز شريف د بېلا بېلو څانګو پوهانو په پاكستان كښې سمټ رابللے چ?? پكښې ھغوي د هېواد مستحکم او تل پاتي پرمختګ لپاره په فائيو ايز مشتمله د وړاندېونو منصوبه وړاندې كړه چ?? پكښې د بېلا بېلو ترجيحاتو تعين وشو۔ ده ووئيل صحت صوبائي معامله ده خو پي اېس ډي پي كښې هيپاټائټس، ذيابطيس، د مېندو غذائي قلت او په آبادۍ قابو موندلو لپاره صوب?? پكښې شاملې كړې شوي۔ ده ووئيل وزيراعظم پاکستان هيپاټائټس فري هېواد ګرځولو لپاره د ټولو صوبو د مشرانو غونډې رابللو پرېكړه كړې، د تور زيړي پشمول هېواد ته د رامخې ته چېلنجز مخنيوي لپاره به خاص ټاسک فورس جوړولې شي۔ ده ووئيل پرمختګ لپاره به مونږ له د حاضر وخت له مخې ځوانانو ته جديد تعليم وركول وي٬ د سكول نه بهر دوه كروړه 60 لكه ماشومانو ته به تعليم وركول وي۔ وفاقي وزير ووئيل د هېواد پرمختګ لپاره د قيادت او پاليسيو تسلسل ضروري دے٬ د اجتماعي هلو ځلو د لا??ې هېواد ته د رامخې ته مسئلو او چېلنجز مخنيوي كېدے شي۔ په دې موقع صحت لپاره د وزيراعظم کوآرډينيټر ډاکټر مختار احمد بھرتھ هم وېنا وكړه۔ په دې موقع وفاقي وزير احسن اقبال د هيپاټائټس سي مخنيوي لپاره د وزيراعظم د پروګرام پرانسته وكړه او په دې موقع په يوه اعلاميه لا??ليك هم وكړے شو۔
حکومت هېواد څخه د هيپاټائټس سي خاتمې له عزم لري٬ د وزيراعظم پروګرام به هېواد څخه د تور زيړي خاتمې له مرستياله وګرځي۔ وفاقي وزيراحسن اقبال
مضمون کا ماخذ : میگا سینا پریمیو